د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې څلور تنه واورو کې ورک شوي دي


د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د درندو وارو ښویېدو له امله څلور تنه ورک شوي دي.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې یاد کسان تېره ورځ «حصار رباط» کلې ته غځېدلې لار له واورو پاکول چې تر واورو لاندې شوي دي.

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي نیک محمد د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر۳مه» امریکا غږ ته وویل چې له تېرې ورځې راپدېخوا سلګونه کسان د یادو کسانو پلټه کوي خو تر دا مهاله یې څرک نه دی لګېدلی.

هغه وویل:" او ځل د دغه کلي شپږ تنه تر واورو لاندې شوي و، خو دوه تنه یې د سیمې د خلکو په مرسته وژغورل شول، ولې څلور تنه نور له پرون ۱۲ بجو راهیسې ورک دي."

د سیمې اوسېدونکي‌ وايي، د دایکنډي ولایت سیمه ییزې ادارې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست تر دامهاله د یادو ورکو شوو کسانو د پیداکولو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

پر همدې مهال د دایکنډي ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس اسدالله سروري د یاد خبر په تائید سره وايي:" په کومه سیمه کې چې واوره شوې ارتفاع یې ۸ متره ده او دا هم معلومه نه ده چې دغه څلور تنه په کوم ځای کې ورک شوي دي، خو د ژغورنې ډلې یې د پیدا کولو هڅې کوي".

د سیمې اوسېدونکي وايي، کېداشي یاد څلور تنه تر واور لاندې مړه شوي وي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت درې ورځې مخکې ویلي و چې په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۴۹ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG