د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال د نړیوال جام لپاره د اروپایي ټیمونو وروستۍ هڅې


کوربه هیواد روسیه او څلور نور اروپایي ټیمونه، انگلیستان، فرانسه، بلجیم او کرووشیا د ٢٠١٨ کال د نړیوال جام د خپلولو هیله لري.

د لاتینې امریکا، افریقایياو اسیایي ټیمونو په حذف کیدو سره د فیفا د فوټبال نړیوال جام بیا هم د څلورو کالو لپاره په اروپا کې پاته شو.په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام د شنبې د ورځې په سیالیو کې د انگلیستان ټیم دوه – صفر د سویډن ټیم ته ماته ورکړه

د انگلیستان ټیم شپږم نمره لوبغاړي هیري مگویر د لوبې د لومړۍ نیمایي په شاوخوا دیرشمه دقیقه او دیلی علي په ٥٨ دقیقه کې گولونه ووهل او پدې توگه انگلیستان د جام نیمه فاینل ته لاړ.

د انگلیستان د ټیم دوهم گول
د انگلیستان د ټیم دوهم گول

د شنبې د ورځې بله لوبه د روسیې او کروواشیا د ټیمونو ترمنځ وه.

لوبه په نوي دقیقو او بیا په اضافي ۱۵، ۱۵ دقیقو کې مساوي شوه او دواړو ټیمونو پنالتي وهلو ته مخه کړه. په نتیجه کې کروواشیا څلور ګولونه ووهل او روسیې درې په دې توګه روسیه د لوبو نه حذف شوه او کروواشیا به په سیمې فاینل کې د انګلیستان سره لوبه وکړي.

د کروواشیا لوبغاړی د بري پر وخت
د کروواشیا لوبغاړی د بري پر وخت

​د جمعې په ورځ (جولای ۶) فرانسې دوه د صفر په مقابل کې یوروګوای ته او بلجیم دوه د یو په مقابل کې برازیل ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتل.

دا دی انګلیستان هم د فرانسې او بلجیم لاره تعقیب کړه او اوس کروواشیا ورسره یوځای شوه.

خو دا چې د ٢٠١۴ کال د اتل جرمني وروسته د څلورو اروپایي ټیمونو فرانس، بلجیم، انگلستان او روسیې او کرواشیا ترمنځ د لوبې د گټونکی کوم ټیم به د ٢٠١٨ کال د فیفا نړیوال جام له ځانه سره یوسي، د جولای په ١٥ به څرگنده شي.

XS
SM
MD
LG