د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیا په برید کې د وژل شویو شمېر 276 ته ورسېده


په سومالیا کې چارواکي او ډاکټران وایي د موګادېشو په موټر بمب برید کې د وژل شویو کسانو شمېر 276ته ورسېده.

په دغه برید کې شاوخوا ۲۰۰ کسان نور ژوبل شوي دي. عیني شاهدان وايي تر دې دمخه یې داسې قوي چاودنه نه وې لېدلې. د سومالیا حکومت لا هم په برید کې د وژل شویو کسانو دقیق ارقام نه دي خپاره کړي.

رویټرز اژانس د ډاکټرانو او چارواکو له خولې د وژل شویو او زخمیانو دا ارقام خپاره کړي دي. برید مهمو وزارتونو ته نژدې په یو سړک کې وشو. چارواکي اندېښنې لري چې شاید د تلفاتو شمېر زیات شي.

اسوشیټډپرس وايي ولسمشر محمد عبدلاهي له برید وروسته درې ورځي ملي ماتم اعلان کړی دی، هغه پر ټولو سومالیایانو غږ وکړ چې د زخمیانو د ژغورلو لپاره وینې ورکړي.

یو پولیس چارواکي محمد حسین وویل ډېر زخمیان په روغتون کې مړه شول. برید د شنبې په ورځ وشو. چاودېدونکي توکي په یو موټر کې ځای په ځای شوي وو.

د سومالیا حکومت وايي برید له القاعده سرې تړلې د الشباب ډلې کړی دی، اکثرآ وژل شوي او زخمیان ملکي خلک دي. د سومالیا د اطلاعاتو وزیر عبدالرحمن عمر وویل چې دې چاودنې د "الشباب ډلې ظلم او وحشت" نور هم ښکاره کړ.

امریکا دا برید غندلی دی او ویلي دي چې د سومالیا له خلکو او افریقايي ټولنې سره په ګډه کار کوي چې تروریزم مات کړي.

XS
SM
MD
LG