جنوبي افریقا د کرکټ په چمپینز ټرافي کې د جمعې په ورځ، فبروري ۲۱ (کب درېیمه)، افغانستان ته د ۱۰۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د پاکستان په کراچۍ کې ددې لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله او د شپږو لوبغاړو د بایللو سره یې افغانستان ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۴ اورونو کې د ۲۰۸ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د جنوبي افریقا پرانیستونکي توپ وهونکي راین ریکلټن ۱۰۳ منډې وکړې. کپتان ټیمبا باووما، راسي واندر دوسن او ایډن مارکم هم هر یوه په خپل وار له پنځوسو زیاتې منډې وکړې.
د افغانستان لپاره رحمت شاه په ۹۲ توپونو ۹۰ منډې وکړې خو بل هیڅ افغان لوبغاړی ونه توانېد چې له ۱۸ زیاتې منډې وکړي.
د جنوبي افریقا توپ اچوونکي کاګیسو رباډا د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول. د جنوبي افریقا لونګي نګیډي او ویان مولډر هم په خپله توپ اچونه کې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان محمد نبي په لسو اورونو کې جنوبي افریقا ته د یوازې ۵۱ منډو کولو فرصت ورکړ او دوه لوبغاړي یې وسوځول. د افغانستان توپ اچوونکو فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزي او نور احمد د مقابل لوري یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
دا د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ټرافي درېیمه لوبه وه. ددې جام په لومړۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ نیوزیلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه. دوهمه لوبه د پنجشنبې په ورځ هند له بنګله دېش څخه وګټله.
د افغانستان بله لوبه د چهارشنبې په ورځ د انګلنډ په خلاف او د راتلونکې جمعې په ورځ د استرالیا په خلاف لوبه لري.
فورم \ دبحث خونه