د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا فضا ته د انسانانو د سفر زمینه برابروي


یو شمیر امریکایان نیت لري چې د سفینو په واسطه فضا ته سفر وکړي.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د "سپیس شټل” په نامه یوې سفینې یو شمیر امریکایان فضا ته په سفر یوړل.

په داسې حال کې چې د "وایجر۲ " په نامه فضايي سفینه د شمسي نظام بهرنیو څنډو ته نږدې کیږي او د "کسیني" فضايي سفینه د زحل سیارې ماحول ته رسیږي، د "یونایټډ لانچ الاینس" د فضايي راکټونو د شرکت کارکوونکي فضا ته د خلکو د لیږلو لپاره د سفینو پر جوړولو کار کوي.

دغه شرکت د "اطلس او ډیلټا" راکټونه جوړوي چې په دودیز ډول یې روباتیک ساینسي ماموریتونه سرته رسولي دي.

د یونایټډ لانچ الاینس شرکت انجنیران وایې چې په تیرو ۱۰ کلونو کې یې د ۱۱۵ فضايي ماموریتونو لپاره راکټونه جوړ کړي دي.

انجنیر انټان کولومېټس وویل: "مونږ زیاتره هغه فضايي پروازونه کوو چې انسانان هم پکی فضا ته ځي"

دا به د ځوانو انجنیرانو او ساینس پوهانو لپاره ددې زمینه برابره کړي چې فضا ته د فضانوردانو د وړلو او بیرته راوړلو لپاره ماشینونه جوړ کړي او لازم سیستمونه په کار واچوي.

امریکايي پوهان په پام کې لري چې په ۲۰۱۸ کال کې د عملې ماموریت په شمول څو آزمایشي پروازونه وکړي.

XS
SM
MD
LG