د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سوداګرۍ لپاره د انګور اډې او ډنډي پټان لارې خلاصوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صدیق وايي، ټاکل شوې د انګور اډې او (خارلاچي) سوداګریزې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي.

ښاغلي صدیقي ویلي چې یادې سوداګریزې لارې د روانې جولای میاشتې پر ۱۲مه نېټه د دواړو لورو د یو لړ اړینو هوکړو له مخې پرانیستل کیږي.

نوموړي نن پنجشنبه جولای ۲ (چنګاښ۱۲) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ تر هوکړې وروسته، ټاکل شوې دغه دواړه لارې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د جولای پر ۱۲مه خلاص شي.

پر همدې مهال په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره د پاکستان د حکومت د دغه اقدام هر کلی کړی دی.

ښاغلي مشعل ویلي چې د لازیاتو لارو پرانیستل به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دووه اړخیزه د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي.

نوموړي پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي کړې:"د پکتیکا انګور اډې او پکتیا ډنډي پټيان لارې د جولای پر ۱۲مه د دوه اخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کیږي."

د پاکستان حکومت چې شااوخوا څلور میاشتې مخکې د تورخم او چمن لارې د کرونا ویروس له امله د افغان صادراتو پر مخ تړلې وې د تیرې جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه یې بیرته پرانیستلې.

پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن – سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې وتړل.

که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي دي.

XS
SM
MD
LG