د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پر مخ خلاصه شوه


د ننګرهار چارواکي وایي دروازه نن سهار خلاصه شوې ده
د ننګرهار چارواکي وایي دروازه نن سهار خلاصه شوې ده

د تورخم دروازه د دیارلسو ساعتونو لپاره د هغو مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې پاکستاني غاړې ته بند پاتې دې.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر ټویټر لیکلي چې د تورخم دروازه به د چهارشنبې ورځې په سهار شپږ بجې خلاصه شي او پاکستان کې پاتې افغان مسافر به د تورخم له لارې خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي نن چهارشنبه مې۶ (غويي ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې د تورخم دروازه نن سهار شپږ بجې خلاصه شوې او د تورخم له لارې د مسافرو راتګ پیل شوی دی.

نوموړی وايي چې له پاکستاني چارواکو سره د شوې پرېکړې له مخې به د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ د ماخستن تر نهه بجو پرانیستې وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د تورخم له لارې به څومره مسافر را واوړي، خو چارواکو ویلي لاره یوازې یو طرفه خلاصه شوې، یعنې له افغانستان څخه پاکستان ته د اوښتو اجازه نشته.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې تورخم کې یې د ناروغانو د روغتیايي چیک لپاره ټیمونه ګمارلي او که د کرونا مشکوک ناروغان پیدا کېږي نو هغوی به روغتون ته ورسوي.

خوږیاڼی وايي چې هیڅوک به هم بغیر له واکسین کولو او همدا شان د تبې معایناتو معلومولو پرته نه شي راوښتلی.

XS
SM
MD
LG