د لاس رسي وړ اتصالات

ګډه اعلامیه: افغانستان کې اوږدمهاله ثبات 'اعتباري او ټول شموله' خبرو اترو ته اړتیا لري


د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې د استازو غونډه
د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې د استازو غونډه

د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې د استازو په ګډې اعلامیې کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو په بندیز جدي اندیښنه ښودل شوې.

په اعلامیې کې پدې هم ټینګار شوی چې افغانستان باید وکړی شي په نړیواله کچه خپل مسؤلیتونه پر ځای کاندي.

د ځانګړو استازو په ګډې اعلامیې کې همدارنګه یادونه شوې چې په افغانستان کې د اوږدمهالي ثبات لپاره باید "اعتباري او ټول شموله ملي خبرې اترې وشي" تر څو د داسې اساسي قانون او سیاسي نظم پیدا کیدو سبب شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او د افغانستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړی شي.

پدې اعلامیې کې چې جمعه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) خپره شوې ویل شوي چې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو دا بندیز به د ټولو افغانانو ، په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو لپاره "تبا کوونکي عوقب" ولري.

د طالبانو حکومت د روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیزولګاوه . په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.

د کاناډا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، کوریا، سویټزرلینډ، ترکیې، بریتانیې او متحده ایالاتو استازو دا اعلامیه په ژنیو کې د افغانستان وضعیت په هکله تر غونډې وروسته خپره کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، نړیوال بانک او اسلامي همکارۍ سازمان استازو هم پکې د ناظرینو په توګه برخه اخیستې وه.

په ګډې اعلامیې کې راغلي چې د طالبانو دا بندیز به په افغانستان کې په میرمنو او ماشومانو لپاره ناوړه عواقب ولري او زیاته کړې چې پدې سره به پدې هیواد کې روغتیایي وضعیت چې وار د مخه کمزوری دی، لا بې ثباته کاندي.

په اعلامیې کې راغلي چې د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو تقریباً د ۸۰ په شاوخوا کې "ځپونکي او تبعیضي فرمانونه میرمنې او نجونې د روغتیا، عامه او اقتصادي ژوند څخه برخې کوي. مونږ په سمدستي توګه د دې نه منل کیدونکو پالیسیو او کړنو بدلیدل غواړو".

د ځانګړو استازو پدې ګډې اعلامیې کې سره لدې چې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو کړنې ستایل شوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لا هم پدې هیواد کې ځینې "ترهګرې ډلي" په خوندي توګه ژوند کوي او له همدې ځایه دننه په افغانستان او د باندې ترهګریز بریدونه کوي.

په اعلامیې کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ترهګرو ډلو په خلاف باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک پر اساس مبارزه وشي.

پدې پریکړه لیک کې د افغانستان په هکله راغلي چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د بل هیواد په ضد د بریدونو او ګواښونو لپاره ونه کارول شي، د ترهګرو په پناه ځای یا په روزنتون باندې بدل نشي، یا هم په هغه ځای کې او یا له هغه ځای څخه ترهګریز بریدونه طرحه او تمویل نشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG