د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د جنګي جرمونو ادعا؛ د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د فعالیت په اړه پلټنې


د بریتانیا دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره دا تائیدکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو کړنې، د جنګي جرمونو د پلټنې قضیې په سر کې ځای لري.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳م کلونو ترمنځ د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني کړنو په اړه د ادعاګانو او تورونو په اړه خپلواکې پلټنې،‌ تیر کال د مارچ ‌پر ۲۲ (کب دویمه) پیل شوي.

دغه پلټنې د هغو ادعاګانو ارزونه هم کوي چې ګواکې په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د غیرقانوني‌ وژنو په اړه ددغه هېواد د شاهي پوځي پولیسو تحقیقات کافي نه وې.

د بریتانیا پوځي پولیسو څو ځله په افغانستان کې د یاد هیواد د ځانګړو هوایي ځواکونو په ګډون د بریتانوي ځواکونو د ناوړه چال چلند د تورونو په اړه پلټنې وکړې، خو ددغه هیواد دفاع وزارت وویل چې د قانوني څار لپاره یې کافي شواهد ونه موندل.

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس په یوه لنډه وینا کې وویل: "پلټنې اوسمهال د اوریدلو پړاو ته رسیدلي او زه ددې خبرې پخلی کولای شم چې په دغو پلټنو کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د چال چلند په اړه تورونه شامل دي ... چې د یادو پلټنو په سر کې ځای لري."

د والس په وینا، په دې ځانګړې قضیه کې د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو د چال چلند په اړه پلټنې، په استثنایي توګه تایید شوي دي. هغه وويل: "له دغه ځانګړو شرایطو څخه د باندې ددې خبرې پخلی باید د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د ځای پرځای کېدو یا فعالیتونو په برخه کې د اوسني او پخوانيو حکومتونو د دريځ په اړه بحثونه رامنځته نه کړي."

تر دې مخکې، د بریتانیا د دفاع وزارت استدلال کړی چې "هر ډول شواهد یا اسناد چې د روانو پلټنو بهیر کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو ښکیلتیا تایید یا ردوي" باید د عام خلکو له لاسرسي څخه لرې وساتل شي.

د لندن د استیناف محکمې قاضي، هاډون کیف ویلي، په افغانستان کې د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو لخوا د غیرقانوني وژنو ادعاوې باید په ښکاره توګه وڅېړل شي او په اړه یې خلکو ته باید راپور ورکړل شي. خو ددې سره سره، د قاضي کیف په وینا، "د ځینو شاهدانو شاهدي باید ملي امنیت اندیښنو ته په کتو سره، د تړلو دروازو تر شا واوریدل شي."

د بريتانيا د دفاع وزارت هم ټينګار کوي چې په دې اړه پټې استماعیه غونډې دي د تړلو دروازو تر شا صورت ومومي. د بریتانیې د دفاع وزارت مدافع وکیل براین التمن ویلي دي چې، په دغو تورونو کې د بریتانیې د ښکلیو ځانګړو ځواکونو د قطعاتو نومونه باید خلکو ته ښکاره نه شي، ځکه چې د هغه په وینا دا ډول کار د دغه ځواکونو وړتیا او راتلونکې عملیات له ګواښ سره مخامخ کوي.

د هغو افغانانو چې ادعا کیږي د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوي، خپلوان استدلال کوي چې د بریتانیا د دفاع وزارت لخوا د روانو پلټنو په اړه د هر ډول محدودیتونو غوښتنه به "غیر موجه او د دې پلټنو اعتبار ته به جدي زیان ورسوي".

د بريتانيا د دفاع وزارت دغه پلټنې وروسته له هغه پيل شول، چې بي بي سي څو څو ځله راپور ورکړ، چې د بریتانیې ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال لسګونه کسان په "شکمنو حالاتو" کې وژلي او د بریتانیې پوځ دا موضوع پټه کړې وه.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ناقانونه کړنو په اړه په داسې حال کې پلټنې پیلوي چې د مارچ په ۲۰ استرالیایي چارواکو وویل د هغه هیواد یو پخوانی پوځي یې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د یو ملکي افغان د وژلو د ادعاو په خاطر نیولی دی.

XS
SM
MD
LG