د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د استرالیایي سرتیرو د "جنګي جنایتونو"د تورونو پلټنه پيل شوه


د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په ایجادولو سره په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو د "جنګي جنایاتو" تورونه پلټي.

د هغو تورونو په هکله پلټنې د څلورو کالو راهیسې په محرمانه توګه روانې وې چې ګواکې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او نتیجې یې تیره اونۍ د استرالیا حکومت ته سپارل شوې دي.

د استرالیا صدراعظم سکات موریسن، د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) وویل چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په پرانستلو سره ددغو تورونو په اړوند پاتې پیښې او موضوعګانې به وارزول او وپلټل شي. د هغه په وینا ځانګړی څارنوال به د پوځیانو د اقداماتو د ارزونې او د اړتیا په صورت کې د تورنو پوځیانو په وړاندې د جرم د اعلانولو صلاحیت ولري.

په تیرو څو کلونو کې لویدیځو رسنیو څو ځلې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي پوځیانو له خوا د بندیانو سره د "غیر قانوني چلند" رپوټونه ورکړي و چې په کې د ملکیانو او افغان بندیانو وژنه هم شامله ده.

وروسته له هغې چې د ای بي سي تلویزیوني شبکې تیر کال د ملکي وګړو او افغان بندیانو سره د استرالیایي پوځیانو د ناوړه چلند په اړه رپوټ خپور کړ، د استرالیا پولیسو ددې رسنۍ پر دفتر برید وکړ.

د استرالیا د پوځ لوی درستیز انګوس کمپبل، ویلي دي چې پدې هکله ددې هیواد د پوځ پټو پلټنو موندنې به راتلونکې اونۍ خپرې شي.

د استرالیا صدراعظم ویلي چې د ځانګړي څارنوال د نوي جوړ شوي دفتر ریاست به یو متقاعد قاضي او یا د جنایي جرمونو یو لوړپوړی وکیل په غاړه واخلي.

ښاغلي موریسن وویل: "دا رپوټ به یو مشکل خبر وي...په استرالیا کې دې ډول موضوعاتو ته رسیدګي کوو او د قانون په رڼا کې او د عدلي مقرراتو او لارښونو په پام کې نیولو سره په صادقانه توګه عمل کوو."

تر اوسه د استرالیا د نشراتي موسسې یا ای بي سي دوه خبریالان په افغانستان کې د اسرالیایي پوځیانو له لورې د ملکي وګړو د وژنې د رپوټ په اړوند د محرمو دفاعي مدارکو د خپرولو په خاطر تورن شوي او ښایي د حکم په صادریدو سره بندیان شي.

خو بیا هم ددغو تورونو په اړه پلټنې لکه څنګه چې د استرالیا صدراعظم ویلي "پیچلې" دي او ښایي پای ته رسیدل یې کلونه وخت ونیسي.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې شاوخوا، ۳۹ زرو استرالیایي پوځیانو دنده ترسره کړې او په دوو تیرو لسیزو کې په افغانستان کې ۴۱ تنه استرالیایي سرتیري وژل شوي دي. همدا اوس د استرالیا ۴۰۰ سرتیري په افغانستان کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG