د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: پاکستان ملا برادر زما په غوښتنه خوشې کړ


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا برادر پاکستاني مقاماتو د ده په غوښتنه خوشې کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې ملابرادر د طالبانو د نورو غړو په پرتله "د سولې پلوي" دی.

ملا برادر د پاکستان له زندان نه پدې وروستیو کې له خوشې کیدو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس په توگه ټاکل شوی دی. یو شمیر کارپوهانو هم ویلي دي چې د هغه خوشې کیدل کولای شي د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (فبرورۍ ٨) د امریکا د سولې په انستیتوت کې یوې غونډې ته د خبرو پر وخت وویل "پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول ندی لوبولی، خو دغه رول پدې وروستیو کې بدل شوی دی. د ملابردار خوشې کیدل زما په غوښتنه شوي ځکه فکر کوم چې هغه ډیر د سولې پلوي دی."

ښاغلي خلیلزاد وویل چې په افغانستان کې سوله د څو اړخونو څخه د پاکستان په گټه ده. هغه وویل چې په افغانستان کې د جگړې پای ته رسیدل به د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې کړي.

د پاکستان سربیره ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کیدو کې د سیمې د هیوادونو په رول ټینگار وکړ او وویل د افغانستان د جگړې ریښې نه یواځې په افغانستان کې بلکه په سیمه کې هم دي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د جگړې د مختلفو اړخونو، د افغانستان گاونډیانو او د افغانستان په مسله کې د ښکیلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره یې لیدلي او خبرې کړې دي.

د امریکا ځانگړي استازي وویل چې د طالبانو سره په خبرو کې هغه څه چې د امریکا لپاره لومړیتوب لري هغه د سولې د موافقې ترلاسه کیدل دي نه داچې په افغانستان د امریکا پوځي شتون پای ته ورسیږي.

ښاغلي خلیلزاد وویل په هغه صورت کې چې موافقه وشي او امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهگرۍ په اډې نه بدلیږي، امریکایي ځواکونه به له هغه هیواد نه ووځي.

خو د امریکا ځانگړي استازي زیاته کړه چې لا هم د سولې د پروسې په لومړي پړاو کې دي او په وینا یې"هغه څه چې ترلاسه شوي مهم دي، خو لا هم اوږده لار په مخ کې ده".

انتخابات:

زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډیدو په هکله څه ونه ویل خو یاده یې کړه چې که د انتخاباتو نه وړاندې د طالبانو سره سوله وشي، له یوې خوا به انتخابات په سوله ایزه فضا کې تر سره شي او له بلې خوا به طالبان هم وکړی شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د مسکو غونډه:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د روسیې په پایتخت مسکو کې د طالبانو د استازو او یو شمیر افغانانو تر منځ خبرې او د افغانستان د سولې په برخې کې پخپله روسیه نقش ادا کولی شي او که نه، د امریکا ځانګړي استازي وویل چې امریکا نه غواړي د افغانستان د سولې په خبرو کې "ټول واک د ځان وګني" او زیاته یې کړه چې د هر هیواد یا ډلې سره یې چې کتلي د سولې د هلو ځلو د ملاتړ غوښتنه یې ترې کړی ده.

XS
SM
MD
LG