د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک-چمن په پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې


د پاکستان د چمن ملکي روغتون مسولینو امریکا غږ ته ویلي چې ۱۲ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي.
د پاکستان د چمن ملکي روغتون مسولینو امریکا غږ ته ویلي چې ۱۲ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو او سیمییزو مسولینو د سپین بولدک او پاکستان د چمن تر منځ په پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د نښتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت نن پنجشنبې دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) دا نښتې تایید کړي او پر پاکستاني لوري یې د جګړې د پیلولو تور لګولی دی.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل: "متأسفانه چې نن یوځل بیا د افغانستان په سپین بولدک کې د پاکستاني عسکرو له لوري ډزې پیل شوې او جګړه نښتې. اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي."

له سیمې د امریکا غږ خبریال وايي، په جګړه کې دواړه خواوو د یو بل پرضد توپونه او درنې وسلې کارولي او د پولې دواړو خواوو ته د درنو تلفاتو د اوښتو اندېښنه ښودل شوې ده.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې تازه نښتو کې د تلفاتو په اړه جزیات ندي ورکړي خو د پاکستان د چمن ملکي روغتون مسولینو امریکا غږ ته ویلي چې ۱۲ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي چې میرمنې هم پکې شاملې دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت یوه چارواکي د رویټرز خبري اژنس ته ویلي چې د افغانستان له لوري ویشتل شوي توپونه په پاکستان کې د خلکو پر کورونو لګېدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان د چمن په سیمه کې ځینې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د "شیخ لال محمد" په سیمه کې د پاکستان پر پوله د اغزن تار تر څنګ د امنیتي پوستې په جوړولو پیل وکړ او پاکستاني پوله ساتونکو ددې اقدام مخالفت وکړ او د هغوی د مخنیوي هڅه یې وکړه.

د نښتې له امله د سپین بولدک-چمن دروازې دواړو غاړو ته مسافر او د سوداګرۍ مالونو وړونکي موټر بند پاتې دي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېد راهیسې تر اوسه پاکستاني پوله ساتونکو څو ځله د سپین بولدک-چمن پر پوله له طالبانو سره نښته کړې او دواړو خواوو تل د جګړې د پیلولو پړه پر یوبل اچولې ده.

تېره اونۍ هم پر دغه پوله د دواړو خواوو تر منځ د سختې جګړې په نتیجه کې د اوو کسانو د وژل کېدو او ۳۱ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG