د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اتل لوبغاړي هیواد ته راستانه شول


افغان اتل لوبغاړي هیواد ته راستانه شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

افغان اتل لوبغاړي هیواد ته راستانه شول

د سویلي آسیا هیوادونو د المپيک سیالیو مډال ګټونکي افغان لوبغاړي نن په داسې وخت کې هیواد ته راستانه شول چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي‌ ډګر کې د مینه وال له تود هرکلي سره مخ شول.

افغان لوبغاړو د سویلي آسیا هیوادونو د المپيک په دولسم پړاو کې چې د هند په کوربه توب ترسره شوې ۷ د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۱۹ هم د برونز مډالونه وګټل.

د تکواندو د برخې افغان لوبغاړې سمیه غلامي امریکا غږ آشنا ټلویزیون ته وویل چې د خلکو له تود هرکلي څخه زیاته خوښه ده او هیله یې همدا وه چې خلکو ته خوښي په نصیب کړي.

میرمن غلامي وايي زیاته خوښه یم چې دا خلک مې ولیدل چې راغلي وو او خوښي مې دوه برابره شوه.

سمیه غلامي وکولای شول چې د لومړي ځل لپاره د سویلي آسیا هیوادونو د المپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګټي.

همدا شان اجمل د جودو په برخه کې د سپینو زرو مډال ګټونکی دی، ده امریکا غږ ته وویل چې له خپلې بریا څخه زیات خوښ دی او هیله یې وښودله چې په راتلونکې کې هم دغسې لاسته راوړنې ولري.

اجمل وايي د خلکو لپاره د خپل هیواد لپاره مې زحمت ایستلی وو همدا مډال مې ترلاسه کړ خوشحاله یم.

خو یو شمیر لوبغاړي او روزنکي بیا نیوکه کوي‌ چې دوی ته ښه پاملرنه نه کیږي او آن په هوايي ډګر کې هم حکومتي چارواکي نه ترسترګو کیږي.

د تکواندو د برخې روزنکی بشیر تره کي وايي متآسفانه تاسې هم ګورۍ چې د تربیت بدني څخه په خپله ریس نه دی راغلی چې لوبغاړي‌ تشویق کړي.

د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپيک په ۱۲ پړاو سیالیو کې افغان لوبغاړو د تکواندو،جودو،وشو،والیبال،هندبال،باسکتبال، پینګ پانګ، ټینس، بدمنتون، سوک وهنې، غیږنیونې، وزن پورته کولو، بایسکل ځغلونې او لامبو وهلو په برخو کې ګډون کړی و، خو لوبغاړو یوازې د تکواندو، غیږنیونې،جودو،وشو او سوک وهنې په برخو کې مډالونه ګټلي دي.

خو د المپيک د ملي کمیټې مرستیاله روبینا جلالي وايي چې دوی په یوه جګړه ځپلي هیواد کې دي او زیات شمیر لوبغاړي هم په همدغه چاپیریال کې لوی شوي نو همدا لامل دی چې دوی په رزمي برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د المپیک سیالۍ د فبرورۍ په ۶ نیټه د هندوستان په کوربه توب د اتو هیوادونو ترمنځ ترسره شوې چې د فبرورۍ تر ۱۶ نیټې پورې یې دوام درلود.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۱ زیږدیځ کال کې افغانستان د سویلي آسیا هیوادونو د المپیک سیالیو پنځم ځای خپل کړی و.

XS
SM
MD
LG