د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو تر منځ د آسیا جام پای لوبه


ټاکل شوې د سري لانکا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) د آسیا جام سیالیو په پای لوبې کې مخامخ شي.

د سري لانکا لوبډلې پنځه ځله د آسیا جام اتلولي ګټلې او که نن یې د پاکستان څخه وګټي دا به یې شپږم ځل وي.

د سري لانکا لوبډلې د دې سیالیو په پیل کې خپله لومړنۍ لوبه په افغانستان وبایلله خو دویمه لوبه یې د بنګله دیش څخه وګټله او پدې سره یې دویم پړاو ته لار پیدا کړله.

په دویم پړاو کې دې لوبډلې خپلې درې واړه لوبې وګټلې او افغانستان، هند او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.

د سري لانکا د لوبډلې کپتان داسون شانکا وایي چې د څلورو پر له پسې لوبو تر ګټولو وروسته د لوبډلې مورال لوړی دی خو تر څنګ یې دا هم وایي چې پاکستان ته باید د کمزورې لوبډلې په سترګه ونه کتل شي.

هغه وویل، " مونږ پوهیږو چې هغوي ښه لوری دي او ښه لوبغاړي لري چې کولی شي په قوي توګه بیرته راشي او مونږ باید ورته چمتو اوسو".


بل پلو بیا د پاکستان لوبډله د توپ وهنې په برخې کې اندیښمنه ده. د دې لوبډلې کپتان بابر اعظم د آسیا جام په سیالیو کې تر ټولو ډیرې منډې چې کړي ۳۰ دي او یوازینی لوبغاړی پکې ویکټ ساتونکی محمد رضوان دی چې تر اوسه یې پدې سیالیو کې ۲۲۶ منډې کړي.

خو د پاکستان د لوبډې رزونکی ساقلین مشتاق وایي پخپلې لوبډلې پوره ډاډ لري چې ښه لوبه به وکړي.

ښاغلي مشتاق وویل چې د هند څخه د لوبې په ګټلو کې څرګنده شوه چې لوبډلې ښه لوبه وکړله.

هغه وویل، "شیان سم لوري ته روان دي او مونږ ډاډمن یو".

سره لدي چې د دې لوبو کوربه سري لانکا دی او د مهال ویش له مخې باید پدې هیواد کې شوی وی خو د سیاسي ناکراریو له کبله دا سیالۍ عربي متحده اماراتو کې وشوې.


XS
SM
MD
LG