د لاس رسي وړ اتصالات

ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين ملي کمپاين پيل شو


آرشیف
آرشیف

د روغتیا وزارت مسوولین وایي چې د دوشنبې په ورځ (مرغومې ۲۹) به د پوليو ضد ملي کمپاين د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۹،۹ ميليونو تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره پیل شي.

د عامې روغتيا وزارت د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر ميرجان راسخ امریکا غږ ته وويل، چې دا د ۲۰۲۱ ميلادي کال لومړنی ملي کمپاين دی.

هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې د ناامنيو له کبله به له ياد شمېر څخه څه باندې درې ميليونو ماشومانو ته دغه واکسين ونه شي رسولای.

ښاغلي راسخ وويل: "... له بده مرغه اندېښنه لرو چې که چېرې موږ ته د کور په کور کمپاين د تطبيقولو اجازه را نه کړل شي نو شاخوا درې ميليونه ماشومان چې په تېرو کمپاينونو کې هم له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي وو، په دې کمپاين کې هم بې برخې پاتې شي."

د روغتيايي مسوولانو په وينا، په تېرو کمپاينونو کې زياتره ماشومان په هغو سيمو کې له ګوزڼ واکسين څخه بې برخې پاتې شوي وو، چې صحي رضاکاران د ناامنيو له کبله نشوای ورتلی او يا يې هم د وسله والو طالبانو له لوري د کور په کور د تطبيق اجازه نه لرله.

د عامې روغتيا وزارت د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر ميرجان راسخ وايي، چې د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې پر روغتيايي مسوولينو سربېره د عامو خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده.

نوموړي وويل: "... واکسين د ټولو ماشومانو حق دی. ماشومان دا حق پر ټولو لري. که چېرې بيا هم د ځينو ننګونو له کبله زموږ روغتيايي ټيمونه نشي ورتللی، له کورنيو زمونږ غوښتنه دا ده چې دوی دې خپل ماشومان روغتيايي مرکزونو ته بوځي او هلته دې واکسين کړي".

پوليو دايمي معلولوونکې ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې آسانۍ سره انتقالېږي. د روغتياپالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دی.

په همدې حال کې د خوست اوسېدونکی نورعلي له کورنيو په ځانګړې ټوګه له ميندو او پلرونو غوښتنه کوي، چې د خپلو ماشومانو راتلونکي ته په کتو سره هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکړي.

هغه وايي:"... زما غوښتنه دا ده چې بايد واکسين ورکړي. ځکه دا ګټه لري. د واکسین د ورکړې سره ماشوم ګوزڼ نه وهي او انشاالله له دې نارواغۍ څخه بیا ژغورل کيږي. دا [واکسین] بايد هرو مرو ورکړي".

د روان ۲۰۲۱ ميلادي کاله تر اوسه په افغانستان کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال په دغه هېواد کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG