د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ناامنو سیمو کې ۹۰ سلنه ماشومان د ګوزڼ واکسین څخه بې برخې دي؛ چارواکي


آرشیف
آرشیف

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې هر ځل کمپاین کې د دولت وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې کابو ۹۰ سلنه ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.

د فراه مدني فعالان هم هر ځل کمپاین کې د پولیو واکسین څخه د زیاتې سلنې ماشومانو پاتې کېدل د اندیښنې وړ بولي.

د فراه یو تن مدني فعال بریالی حمیدي وايي وروسته له هغې چې د دولت وسله والو مخالفینو لخوا د فراه په ناامنو سیمو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه بند شول، هلته یواځې لس سلنه ماشومان واکسینیږي.

هغه وویل: "... ډیری ماشومان د پولیو واکسین ته جدي اړتیا لري خو له بده مرغه اوس ۸ تر ۱۰ سلنه ماشومان واکسینیږي او پاتې ۹۰ سلنه یې د واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي".

نوموړي زیاته کړه، اړینه ده چې دغه شمیره باید لوړه شي او په هر ځل کمپاین کې څه کم اتیا سلنه ماشومان واکسین شي.

بل خوا د فراه اوسېدونکي بیا وايي چې د پولیو واکسین حلال او د ماشومانو لپاره ګټور دی، نو باید ټولې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ورکیدو لپاره دغه واکسین تطبیق کړي.

نورالله، د فراه یو اوسېدونکی په دې هکله وايي: "... زموږ ملا صاحبان هم اوس وايي چې خپل ماشومان واکسین کړئ، نو اړینه ده چې موږ د پولیو واکسین په تطبیق کې بې غوري ونه کړو او د واکسین کوونکو سره همکاري او خپل ټول ماشومان واکسین کړو."

په همدې حال کې د فراه د عامې روغتیا کتلوي معافیت آمر، عبدالواحد فراهي هم دا خبره تاییدوي چې د ګرځنده کمپاینونو له بندیدو وروسته ډیر ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

هغه وویل: "... هغه وخت چې موږ واکسین کور پر کور تطبیقولو، اتیا سلنې څخه پورته ماشومان واکسینیدل، خو اوس موږ یواځې کولای شو چې په فراه کې ۱۰ سلنه ماشومان واکسین کړو او پاتې یې له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي."

د فراه اوسېدونکي وايي، دا چې حالت د امنیتي اړخه کړکیچن دی، نو اړینه ده چې خپله د سیمې اوسېدونکي د پولیو واکسین تطبیق په موخه لاس په کار شي.

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې، په ټول افغانستان کې د ګوزن ۳۱ قضیې ثبت شوې دي چې له ډلې یې یوه قضیه د پولیو لومړی ډول او ۳۰ نور یې د پولیو دویم ډول تشخیص شوي.

XS
SM
MD
LG