د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي:‌ له واکسین څخه د کورنیو انکار د ګوزڼ د خپریدو زمینه برابروي


په فراه کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین
په فراه کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین

د فراه روغتیایي مسؤولین وایي چې لا هم یو شمېر کورنۍ د ناسمو افکارو له کبله خپلو ماشومانو ته د پولیو د واکسین له ورکولو څخه انکار کوي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست ځینې کارکوونکي په دې باور دي چې د کورنیو دا ډول دریځ له یوه لوري د واکسیناسیون بهیر ټکنی کړی، او له بله پلوه ېې د ټولنې د ماشومانو ژوند له ګواښ‌ سره مخ کړی.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر واحد خان وحیدي، امریکا غږ ته وویل: " د فراه د ښار دننه ۲۲ یا ۲۳ کورنۍ شته چې په بشپړه توګه له واکسین څخه انکار کوي."

ښاغلي وحیدي زیاته کړه، زموږ ټیمونو له دغو کورنیو سره ناستې درلودې او د واکسین ګټې او ارزښت ېې ورته په ډاګه کړی، خو له بده مرغه د دوی په چلند کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

نوموړي دا هم وویل چې زموږ د پرله پسې‌‌ هڅو سره سره، د ولسوالیو په کچه دوه تر درې سلنه کورنۍ خپلو کوچنیانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي، او همدا لامل ده چې د پولیو ویروس د خپریدو لپاره زمینه برابروي.

بل لوري ته د فراه فرهنګي‌ فعالین په ټولنه کې د ګوزڼ پر وړاندې د ټول شموله او همغږې‌ مبارزې غوښتنه کوي.

د فراه ولایت کلتوري ‌فعال، میرویس ژمن وایي: " ځینې سیمې د زده کړې او پرمختګ له نعمت څخه بې برخې پاتې شوي، نو ځکه د پولیو ناروغۍ په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په هکله اړین پوهاوی نه لري."

ښاغلي ژمن زیاته کړه، اړینه ده چې د عامه پوهاوي په برخه کې ګډ کار وشي او دا ډول کورنیو ته د ټولنې مخور، دیني عالمان او مدني فعالین پوهاوی ورکړي.

همدارنګه د فراه ولایت اوسیدونکي له انکاري‌ کورنیو څخه غواړي چې د ماشومانو د ژوند او روغتیا حقونو ته دې درناوی وکړي، او خپل کوچنیان دې په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکی، خان محمد نورزي، امریکا غږ ته وویل: " دا چې لا هم یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو انکار کوي، د حیرانتیا خبره ده."

ښاغلي نورزي په دغو کورنیو غږ وکړ چې سمدلاسه دې خپل دریځ بدل کړي، او د ټولنې د ماشومانو روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي.

روغتیا پالان وایي، د پولیو له ناروغۍ څخه د خلاصون یواځینۍ لاره د ماشومانو واکسینول دي.

XS
SM
MD
LG