د لاس رسي وړ اتصالات

تازه شواهد؛ انسانانو ۲۶۵۰۰ کاله مخکې د امریکا په شمال کې ژوند کاوه


Stone Mexico
Stone Mexico

په مکسیکو کې له یوې سمڅې څخه ترلاسه شوي ډبرین توکي ښکاره کوي چې خلکو ۲۶۵۰۰ کاله مخکې په شمالي امریکا کې ژوند کاوه، ډیر مخکې تر هغه څه چې اکثریت پوهان یې فکر کوي.

د ژورنال نیچیر په نامه رسنۍ د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۲( زمری ۱) خبر ورکړ چې پوهانو د مکسیکو د زاکتیکاس ایالت د یوه غره په سمڅه کې لرغوني آثار موندلي دي.

د زاکتیکاس پوهنتون استاد چپریان اردلین او همکاران یې وايي دوی د ډبرو داسې توکي او د توکو د جوړولو داسې ټوټې پیدا کړي چې لرغونتوب یې ۲۶۵۰۰ کاله پخوا ته رسیږي.

ښاغلی اردلین وايي دا موندل شوې توکې ښکاره کوي چې لرغوني آثار له ۳۰ زره کالو څخه ډیر لرغونتوب لري، خو اوس ددغې ادعا د ثبوت لپاره پریکنده شواهد نشته.

هغه په دې باور دی چې خلکو ممکن د لنډ وخت لپاره او په ژمې کې ددغې سمڅې څخه کار اخیستی وي خو د هغه ټیم ونشو کړای له دې ځایه د انسان ډي ان اې پيډا کړي.

په هر حال دا شمالي امریکا ته د انسان د داخلیدو د وخت په اړه په جنجالي بحث کې یو نوی ګام دی.

د تنیسي ایالت په ونډربیلټ نشویل پوهنتون کې د بشر پیژندنې استاد ټام ډیلي وايي اوس مهال په شمالي امریکا کې د بشر د داخلیدو عام تاریخ د ۱۵۰۰۰ او ۱۷۰۰۰ کلونو تر منځ منل شوی دی.

ښاغلي ډیلي ویلي، د لرغونو آثارو لپاره دغه وړاندیز شوی تاریخ کیدای شي په ډیرو څیړنو معتبر کړای شي. هغه په دې باور دی چې ترلاسه شوي آثار ممکن له ۲۰ زره کلونو څخه ډیر لرغونتوب ونلري او په ډیر احتمال سره د ۱۵ تر ۱۸ زره کالو مخکې وخت پورې تړاو لري.

هغه په دې کې شک نلري چې یو شمیر آثار ممکن د انسانانو له خوا جوړ شوي وي، خو وايي دا به ښه وي چې د انسانانو له خوا د سمڅې د داخلیدو ، د هغوی د هډوکو او خوراکي بوټو په شان نور شواهد هم ترلاسه شي.

د کاناډا په اډمونټون کې د البرتا پوهنتون د بشر پيژندنې استاد روټ ګرون وايي له دې شواهدو سره باید د برازیل هغه شپږ تاریخي سیمې چې ګمان کیږي له ۲۰ زرو کالو ډیر لرغونتوب لري، له سره وڅیړل شي. ددغو شپږو سیمو د تاریخي عمر په اړه تل د لرغون پيژندونکو ترمنځ اختلاف موجود دي.​

XS
SM
MD
LG