د لاس رسي وړ اتصالات

په طبیعي توگه د انرژۍ ذخیره کول


په موثره توگه د لمر د انرژۍ نه گټه اخیستنه
په موثره توگه د لمر د انرژۍ نه گټه اخیستنه

د انرژۍ له اړخه د یوې بسیا راتلونکې په وړاندې تر ټولو غټ مشکل د انرژۍ د ذخیره کولو مشکل دی.

په سولر، بادي توربینونو او نورو وسیلو باندې د تولید شوې انرژۍ یوه کوچنۍ برخه زیرمه کیږي، ځکه اوسنۍ موجودې بطرۍ لاتراوسه ډیرې موثرې نه دي. د دغې ستونزې د حل لپاره د امریکا او چین د پوهنتونونو څېړونکي وايي دوی غواړي چې له طبیعیت څخه تقلید وکړي.

د دوامداره او محیط نه ککړونکې انرژۍ د تولید ټولې سرچینې خپلې مشخصې نیمګړتیاوې لري. بادي توربینونه یواځې هغه وخت کار کوي چې باد وي. د سولر تختې هغه وخت برق تولیدوي چې اسمان شین وي او ترټولو ښه سولر یواځې شل فیصده موثره وي.

د باستن د کالج پروفیسور دن وې ونګ وايي د انرژۍ د دومداره زیرمه کولو ستونزه هم موجوده ده "د ذخیره کولو یوه لاره به داوي چې د سولر تختې له بطرۍ سره ونښلول شي. خو د دې لپاره چې یوه بشپړ هیواد یا ټولې دنیا ته بریښنا ورکړو، د دې کار د کولو لپاره د بطریو د تولید لپاره کافي مواد نه لرو."

خو طبیعت د انرژۍ د ‌ذخیره کولو خپل سیستم لري. د هربوټي پاڼې د فوتوسنتسز له عملیې څخه په ګټې اخیستو له لمر څخه اخیستونکې انرژي په کیمیاوي انرژي بدلوي، سوځي یې یا یې هم په راتلونکې کې د ګټې اخیستو لپاره زیرمه کوي.

په نړۍ کې د انرژۍ شدیدې تقاضا ته په کتو سره د انرژۍ دغه پروسه ډیر ورو ده، خو پروفیسور ونګ وايي یو نوی کتسلت ښايي د مصنوعي فوتوسنتسز عملیه چټکه کړي او د لمر له انرژۍ څخه په ګټې اخیستو اوبه په اکسیجن او هایدروجن سره بیلې کړي او بیا له هایدروجن څخه د انرژۍ د تولید لپاره ګټه واخلي.

پروفیسور ونګ وایي "کوم څه چې مونږ کشف کړل تر ټولو ښه کتلستونه دي چې دغه عکس العمل ښودلی شي. مونږ له اوبو څخه د الکترون د تجزیه کولو عملیه اسانه کړې او په عین مرحله کې اکسیجن هم تولیدولی شو. له الکترونونو څخه د اوبو د کمولو، د هایدروجن د تولید او د کاربن ډای اکساید د کمولو لپاره کار اخیستل کیدی شي."

نور تحقیق ته اړتیا شته خو ساینسپوهان وايي داسې امیدواري موجوده ده چې له نوي کتلست څخه ښايي په صنعتي کچه کار واخیستل شي او په دې توګه له فوسیلي موادو د ترلاسه کېدونکې انرژۍ څخه د کمې استفادې له تمایل سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG