د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل او هلمند په ځانمرګو بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د شش درک په سیمه کې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د شش درک په سیمه کې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې یو ځانمرګی بریدګر چې پلی روان وو، د کابل ښار د نهمې امنیتي خوزې اړوند د شش درک په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې سره نږدې برید وکړ، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا ځانمرګی بریدګر د شش درک د سړک مخې ته د یوې امنیتي پوستې سره نږدې شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي دانش خبریالانو ته ویلي چې د پيښې په قربانیانو کې ملکي آو امنیتي کارکوونکي شامل دي.

د کابل د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي، نن یوه ځانمرګی برید په لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر دوهمه امنیتي حوزه او دوهم بریدګر په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي پوځ د لوا پر مرکز بریدونه کړي دي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په لښکرګاه ښار کې د پوليسو پر دوهمه حوزه شوی ځانمرګی برید موټر په وسیله شوی دی.

مل پاسوال عبدالغفار ساپي وویل، په دې برید کې د ملي امنیت یو منسوب وژل شوی او نهه تنه چې پنځه یې د ښوونځي زده کوونکي، د ښځو په ګډون درې ملکي وکړي او د ملي امنیت یو کارکوونکی په کې ټپیان شوي دي.

دوهمه حوزه د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.

بلي خوا ته نن سهار اوه نیمې بجې د لښکرګاه په شمال د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر لوا د حاموي زرهې وسیلې په مټ یو ځانمرګي برید شوی، چې د افغان پوځ څلور منسوبین په کې وژل شوي او درې نورټپیان شوي دي.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګی موټر بم حمله د یوه نظامي حاموي په وسیله شوې ده.

سرچینه زیاته وي چې ځانمرګي برید کونکي غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک حاموي موټر په ماتکي سیمه کې د ملي پوځ د لوا مرکز ته داخل کړې چې په نظام قرول کې يې مخه ونیول شوه خو په چاودنه کې د ملي پوځ ۴ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي.

د طالبانو په یو بیان کې ویلي، چې په لښکرګاه ښار کې ځانمرکی برید افغان ځواکونو په یو امنیتي مرکز کړی دی.

طالبانو ادعا کړې چې د نادعلي په ولسوالۍ کې په شوي ځانمرګي برید کې د افغان پوځ یوه قراګاه له منځه تللې ده.

خو د هلمند امنیتي چارواکو د طالبانو دا ادعا بې اساسه بللې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG