د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي برید په کابل کې شپږ امنیتي سرتېري وژلي


د مارشال فهیم پر پوځي پوهنتون تیرکال هم برید شوی وو.
د مارشال فهیم پر پوځي پوهنتون تیرکال هم برید شوی وو.

د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۹مه) د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون د دروازې مخې ته په یو ځانمرګي برید کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې غرمه مهال يو ځانمرګي هغه وخت ځان والوځوه چې پولیسو وپیژند او د هغه نیولو هڅه یې وکړه.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل چې دا برید د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون ته د ننوتلو په دروازه کې شوی چې شپږ پوځیان یې په کې وژل شوي، ۱۲ نور یې پوځیان او څلور ملکیان ژوبل دي.

هغه وویل، دغه ځانمرګي بریدګر غوښتل، چې پوهنتون ته دننه شي، چې پولیسو وپیژند او هغه هم ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه وکړه.

جمهور رئیس محمداشرف غني، دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي "تروریستان حتی د روژې په مبارکه میاشت کې هم له وژنو او جنایتونو لاس نه اخلي، دوی به هیڅ وخت هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره به د ځان په اړه د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړي. "

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار په خپل ټویټر لیکلي، چې تر اوسه د برید له ځایه پنځه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي. له برید سملاسې وروسته پولیسو سیمه محاصره کړه او لارې هم د ترافیکو پر مخ وتړل شوې.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې ځانمرګي هغه مهال چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون څخه یو شمیر محصلین د وتلو په حال کې وو.

اکثره د دغه پوهنتون محصلین د پنجشنبې په ورځو د خپلو کورنیو سره د لیدنې لپاره خپلو کورونو ته ځي. تراوسه لا چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG