د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د شیعه‌ ګانو پر جومات ځانمرګی برید شوی


د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو نن (یکشنبه مارچ۲۵) د هرات ښار د رنګریزانو په کوڅه کې د نبي اکرم په نوم د شیعه‌ګانو پر یو جومات برید وکړ.

د هرات د پولیسو د امنیت آمر امین‌الله امین امریکا غږ ته وویل، دغه برید د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوی، چې د لومړنیو شمیرو له مخې په کې یو کس وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

د ښاغلي امین پر وینا، یو بریدګر په جومات کې ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړې، خو بل یې جومات ته له دننه کیدو وروسته د امنیتي ساتونکو له خوا وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې پیښه کې د دوو بریدګرو سربیره یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ لمونځ‌کوونکي ټپیان شوي دي. د هرات د سیمه‌ییز روغتون ویاند رفیق شیرزی وايي، چې د یو ټپي روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د پیښې شاهدان وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو جومات ته له دننه کیدو وروسته ډزې پیل کړې، چې یو یې د جومات له ساتونکو سره په نښته کې ووژل شو او دویم یې ځان ته چاودنه ورکړه.

تیرکال هم په هرات ولایت کې د جوادیه په نوم د شعیه‌ مذهبو پر جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۳۶ لمونځ کوونکي ووژل شول او نږدې اویا تنه ټپیان شول.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د داعش ډلې د شعیه‌ګانو پر مذهبي ځایونو باندې د ورته بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG