د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو سره په خپل ملاتړ له سره غور کوي


په پاکستان کې چارواکو جمعه جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) ویلي چې په سرحدي سیمو کې د وسله والو بریدونو ډیروالي له کبله اسلام آباد ښایي په کابل کې د طالبانو سره پخپل ملاتړ د سره غور وکړي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې چې دواړه یې د افغانستان سره ګډه پوله لري، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تقریباً هره ورځ پکې بریدونه کیږي چې سلګونه امنیتي ځواکونه او عام خلک پکې وژل شویدي.

د اکثریت دې بریدونو د کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي کوي. پاکستاني چارواکي وایي چې دا ډله په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري خو طالبان وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د پاکستان حکومت او په افغانستان کې طالب چارواکو د دې ستونزې د حل لپاره څو ځله رسمي خبرې کړي. تازه غونډه یې د همدې روانې جنوري میاشتې په سر کې وه چې جګپوړي طالب چارواکي اسلام آباد ته تللي و.

خو د دې ټولو هلو ځلو سربیره نه یوازې دا چې د پاکستاني طالبانو بریدونه کم شوي ندي بلکې یوې خوا هم د دې خبرو د کامیابۍ خبر ندی ورکړی.

د پاکستان یو جګپوړي دیپلومات چې د دې موضوع په باره کې د مطبوعاتو سره خبرو کولو اجازه یې نه درلوده، امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د پاکستان حکومت او طالب چارواکو د پرله پسې ملاقاتونو له کبله "دا بهیر ګړندی شوی" خو زیاتوي چې په سمدستي توګه د کومې نتیجې توقع نشي کیدی.

هغه زیاته کړه، "دا داسې یوه پروسه ده چې خنډونه پکې شته".

دې جګپوړي پاکستاني چارواکي وویل چې حکومت ځکه په کابل کې د طالب چارواکو سره لیده کاته ډیر کړي چې اندیښنه ده ښایي ټي ټي پي د پسرلي په موسم کې د بریدونو شدیدولو پلان ولري او امکان لري چې په پاکستان کې عمومي انتخاباتو پر مهال چې بله میاشت کیږي، بریدونه وکړي.

دې چارواکي خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د تشدد پیښو ډیروالی ښایي د دواړو هیوادونو اړیکو ته چې وار د مخه خرابې دي، "جدي ضربه" ورسوي.

هغه وړاندې وویل، "دا به ښایي یقیناً د بدلون یوه مهمه شیبه وي او د پاکستان حکومت ښایي د طالبانو سره د خپل ملاتړ ساتلو په کچې د نظر تجدید وکړي".

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وویل چې په اوس وخت کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ښې ندي.

ښاغلي ویسټ د اړیکو خرابوالي دلیل "د امنیت خرابوالی" وباله او زیاته یې کړه چې د پاکستان سره د طالبانو په اړیکو امنیتي وضعیت مسلط دی.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زیاته کړه، "زه دې ډلې (پاکستاني طالبانو غورځنګ) په هکله اندیښنه لرم. تیره میاشت مې پاکستاني مشرانو سره پرې خبرې وکړلې. مونږ باید د سیمې ثبات، زمونږ خپلو ګټو او پاکستان د ثبات په خاطر په افغانستان کې ددې ډلې له منځه وړلو لپاره د کوټلو هڅو هیله ولرو".

د پاکستان یو مشهور مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان چې د طالبانو سره نږدې ناسته پاسته لري، په همدې اوونۍ کې افغانستان ته تللی و او داسې ویل کیږي چې د افغان طالبانو سره یې د ټي ټي پي په هکله خبرې کړي.

د دې سفر څخه وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې وه چې د پاکستان سره اړیکو بهتره کیدو په خاطر یې فضل الرحمان ته د سفر رسمي بلنه ورکړې وه.

خو اسلام آباد بیا ویلي چې دې مذهبي مشر د پاکستان د حکومت په استازیتوب نه بلکې په شخصي توګه افغانستان ته سفر کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د پنجشنبې ورځ د جنورۍ پر ۱۱ مه، یوې اونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا د مولانا فضل الرحمان شخصي سفر دی، خو زیاته یې کړه چې تر راستنېدو وروسته به هغه د بهرنیو چارو وزارت ته د خپل سفر معلومات ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG