د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د چاقو مشکوک برید ګر وپیژندل شو


په جرمني کې مطبوعاتو ویلي چې برید کوونکی ۲۶ کلن دی او د ۲۰۲۲ کال په پای کې جرمني ته تللی و او د پنا غوښتنه یې کړې وه.
په جرمني کې مطبوعاتو ویلي چې برید کوونکی ۲۶ کلن دی او د ۲۰۲۲ کال په پای کې جرمني ته تللی و او د پنا غوښتنه یې کړې وه.

په جرمني کې پولیس وایي د چاقو برید په تړاو چې درې تنه پکې ووژل شول او اته نور ټپي شول، مشکوک برید ګر نیول شوی او د سوریې یو پنا غوښتونکی دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی او برید ګر یې د دې ډلې "سرتیری" بللی و.

دا پیښه د همدې تیرې جمعې په ورځ د زولینګن په ښار کې پداسې حال کې وشوه چې ګڼ شمیر خلک د همدې ښار د د ۶۵۰ مې کالیزې لمانځلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې راټول شوي و.

سره لدې چې د جرمني چارواکو تر اوسه د برید انګیزې په هکله څه ندي ویلي خو پولیسو یکشنبه اګست ۲۵ (وږې څلورمه) وویل پدې اړه پلټنې کوي چې آیا دې بریدګر په رښتیا هم د داعش سره اړیکې درلودې که نه.

پولیسو ویلي چې برید کوونکي په سیمه ایز وخت شنبه ناوخته خپل ځان پولیسو ته وسپاره. څارنوالو او پولیسو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې مشکوک برید کوونکي پخپل جرم اعتراف هم کړیدی.

د جرمني فدرالي څارنوالو ویلي چې برید کوونکی عیسی ال ایچ نومیده چې د جرمني قوانینو له مخې د مشکوک شخص تخلص پټ ساتل شوی.

څارنوالو هم شک څرګند کړی چې ښایي دا مشکوک بریدګر د اسلامي دلت یا داعش ډلې غړی وي.

د څارنوالانو په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د سوریې دې اوسیدونکي "سخت دریځه اسلامپاله عقیده" درلوده او کوښښ یې کاوه هر څومره ډیر "بې عقیدې" کسان چې امکان لري، وې وژنې.

پولیسو او څارنوالانو ویلي چې برید کوونکي کوښښ کاوه خلک په مریو او له نامه پورته په چاقو ووهي.

چارواکو ویلي چې د سوریې دا کډوال د زولینګن په ښار کې د برید ځای سره نږدې د پنا غوښتونکو یو کور څخه ورغلی و چې د شنبې په ورځ پولیسو تالاشي کړ خو لا معلومه نده چې د کور څخه دننه چارواکو ته څه شي په لاس ورغلي.

په عین حال کې د دیر شپیګل مجلې د جرمني امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې دا کډوال د ۲۰۲۲ کال په پای کې جرمني ته تللی و او د پنا غوښتنه یې کړې وه.

د اسلامي دولت د برید څخه یوه ورځ وروسته په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې وه ادعا کړې وه چې برید دوي کړی.

دې ډلې د یکشنبې په ورځ په ټیلګرام کې دوه ویډیوګانې خپرې کړې چې په لومړۍ کې یې ادعا کړې همدا مشوک بریدګر د داعش مشر سره د وفادارۍ سوګند کوي او په بلې ویډیو کې چې د کس څیره پکې تته شوې، داسې ښکاري چې دا برید کوونکي له برید څخه وړاندې وینا کوي.

دا په جرمني کې څوم ځل دی چې په خلکو د برید کولو لپاره له چاقو کار اخیستل کیږي.

د همدې روان میلادي کال د مې په میاشت کې هم په مظاهرې کې د پولیسو یو افسر د چاقو په برید کې ووژل شول او پنځه عام خلک ټپي شول.

د جرمنې د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ژمنه کړې چې د چاقو پواسطه جنایي پیښو سره به مبارزه کوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG