د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د یوې نهه کلنې نجلۍ د مړینې او احتمالي تجاوز پر ضد اعتراضونه


د هند د پلازمینې نوې ډهلي د یو کلي اوسیدونکو د جسدونو د سوزولو د یو ځای پر ضد اعتراضونه وکړل. هغو وایي پدې ځای کې په یوې نهه کلنه نجلۍ د روانې اونۍ په پیل کې جنسي تیری شوی او بیا وژل شوې ده.

دغې پیښې یو ځل بیا په هند کې د وحشتناکو جنسي جنایاتو او د ټولنې د ټیټې طبقې د خلکو په وړاندې د بد چلند په وجه د خلکو غوسه راپارولې ده.

د پولیسو یو منصبدار اینګیټ پراتاپ سنګ وایي چې څلور تورن کسان ددغې پیښې په تړاو نیول شوي خو تر اوسه په رسمي توګه پدې جنایت ندي تورن شوي.

پولیس وایي چې د یکشنبې په ورځ دغه نهه کلنه نجلۍ خپلې مور ته ویلي وو چې غواړي د جسدونو د سوزولو له ځایه اوبه راوړي، خو د پولیسو په وینا ۳۰ دقیقې وروسته ددې محل کشیش د نجلۍ له مور سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې لور یې بریښنا نیولې ده.

هغوی مور ته د نجلۍ مړی ورښیي او پرته له دې چې مسولین خبر کړي سوزوي یې.

ددې نجلۍ مور وایي د لور په ټول جسد باندې شنه ټپونه لیدل کیدل، هغه وایي چې کشیش او ددې ځای درې نورو کارکوونکو ګواښلې او ورته یې ویلي چې د پولیسو سره تماس ونه نیسي.

ښاغلي سینګ وویل څرنګه چې نجلۍ سوزول شوې د عدلي طب معاینې نشي کولای چې ثابته کړي چې پرې جنسي تیری شوی او که نه او دا چې دا پیښه څنګه شوې ده.

خو هغه وویل چې د عدلي طب کارپوهان د هغې جامې د شواهدو لپاره ازمایي.

شکمن کسان د پولیسو په توقیف کې دي خو د هند د قوانینو په اساس د پلټنو تر بشپړیدو پورې پولیس نشي کولای هغوی په رسمي توګه تورن کړي.

په نوي ډهلي کې په ۲۰۱۲ کال کې په یو بس موټر کې په یوې محصلې د جنسي تیري او د هغې د وژنې د پیښې وروسته په هند کې جنسي تیري او تاوتریخوالی ته د خلکو پاملرنه واوښتله. دغه جنسي تیري په هند کې پراخ اعتراضونه وپارول او پارلمان مجبور شو چې یو ځانګړې محکمه جوړه کړي تر څو د جنسي تیري پیښې سمدستي وڅیړي او ددغو ډول پیښو عاملینو ته یې سزا هم سخته کړه.

څلور تنه نارینه چې پدې قضیه کې تورن شوي وو په ۲۰۱۲ کال کې په دار وځړول شول.

له دې سره سره بیا هم په هند کې دغه ډول جنایتونه دوام لري او د هند د حکومت د معلوماتو په اساس په هرو ۱۵ دقیقو کې په هند کې یوه ښځه د جنسي تیري سره مخامخ کیږي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي هغه ښځې چې د ټولنې په ټیټې طبقې پورې اړه لري په ځانګړې توګه ډیرې له دې ډول ګواښونو سره مخامخ دي.

هغوی وایي چې ددې ډول جنایتو په پلټنو کې پولیس ناکام دي او د جنسي تیري د قربانیانو کورنۍ او پاته کسان د عدالت غوښتنې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG