د لاس رسي وړ اتصالات

کریسټرسن: له ترهګریز برید وروسته سویډن له بې ساري امنیتي ګواښ سره مخامخ دی


د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) د بلجیم په پایتخت بروکسل کې په ډزو کې د دوو سویډنیانو وژنه د سویډن په خلاف "ترهګریز برید" وباله او وې ویل چې هېواد یې له بې ساري امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.

د بروکسل پولیسو د سه شنبې په ورځ یو مشکوک برید کوونکی په ډزو وواژه.

د دوشنبې په ماښام په ډزو کې د سویډن د فوټبال د دوو مینه والو د وژل کیدو او درېیم د ټپي کیدو له پېښې وروسته، کریسټرسن خبریالانو ته وویل: "سویډن په عصري وخت کې هیڅکله د اوس په څېر لوی ګواښ سره نه دی مخامخ شوی... ټولې نښې ښيي چې دا یو ترهګریز برید دی، چې سویډن او سویډني اتباع په نښه کوي."

هغه زیاته کړه چې د "نه جبرانیدونکي غم" احساس کوي.

د اګست په میاشت کې، د سویډن د استخباراتو ادارې (ساپو) په دغه هېواد کې امنیتي ګواښ د پنځو درجو په کچه، څلورمې درجې ته وروسته له هغه لوړ کړ چې په سویډن کې د قران سوځولو د لاریونونو په نتیجه کې دغه هېواد د ممکنه بریدونو هدف وبلل شو.

کریسټرسن وویل: "د همدې خطرونو له کبله ساپو په دې اوړي کې د ګواښ کچه له دریو څخه څلورو ته لوړه کړه."

هغه زیاته کړه: "اوس موږ په ډیر وضاحت سره پوهیږو چې زموږ د استخباراتي ادارې او حکومت اندیښنو ته دلیل موجود و."

د سویډن صدراعظم ژمنه وکړه چې د خپل هېواد "د ازادې او دیموکراتیکې ټولنې ساتنه به وکړي." هغه زیاته کړه: "هغوی غواړي چې موږ و ډار کړي او چوپتيا غوره کړو... خو داسې به و نه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG