د سویډن صدراعظم اولف کرسترسن نن دوشنبه مۍ ۱۳ (غويي۲۴) وویل چمتو دي اجازه ورکړي چې په جنګي شرایطو کې يې په هېواد کې اتومي وسلې ځای په ځای کړل شي.
د ناټو د دغه نوي غړي منتقدینو غوښتي چې سویډن باید خپلې خاورې ته د اتومي وسلو انتقال بند کړي.
ټاکل شوې د جون په میاشت کې د سویډن پارلمان له امریکا سره د دفاعي تړون په اړه رايه ورکړي، که تصویب شي، امریکا به د سویډن پوځي مرکزونو ته لاسرسی پیدا کړي او اجازه به ولري چې پوځي تجهیزات او وسائیل په دې هېواد کې ځای په ځای کړي.
د «سولې او حکمیت د کمېټې» په ګډون یو شمېر ادارو د سویډن له حکومت څخه غوښتي دي چې له امریکا سره په تړون کې دا مسئله ثبت کړي، چې د سویډن په خاورې کې به د اتومي وسلو ځای په ځای کول اجازه ونه لري.
خو د سویډن حکومت وايي چې دې مسئلې ته اړتیا نه شته، ځکه چې په دې اړه اجماع شته چې په غیر جنګي شرایطو کې د سویډن په خاورې کې د اتومي وسلو زېرمه کولو ته اجازه نه شته.
د سویډن صدراعظم ویلي دي چې دا سناریو په جنګي شرایطو کې د تطبیق وړ نه ده. هغه وویل: «په جنګي شرایطو کې بیخي یوه جلا مسئله ده او په دې پورې به اړه ولري چې څه کېږي. په یو بد وضعیت کې، د نړۍ په دې برخې کې دموکراتیک هېوادونه باید د هغو هېوادونو په مقابل کې چې په اتومي وسلو یې ګواښي، د دفاع وړتیا ولري.»
هغه ټېنګار وکړ چې د سویډن په خاوره کې د اتومي وسلو د ځای په ځای کولو پرېکړه به سویډن کوي، نه متحده ایالتونه. هغه زیاته کړه چې په «ناټو کې زموږ د غړیتوب اصلي هدف هم همدا دی چې داسې یو وضعیت را نه» شي.
هغه وویل، که اوکراین د ناټو غړی وای، له داسې حالت سره به نه و مخامخ شوی. په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، سویډن په ناټو کې د غړیتوب د غوښتنې وړاندیز وکړ او د روان کال د مارچ په میاشت کې ومنل شو.
فورم \ دبحث خونه