د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په شمال کې د حکومت په هوايي برید کې ۷ 'جهاديان' وژل شوي


په سوریه کې د حیات التحریر الشام ډلې یو شمیر افراطيان (عکس: آرشیف)
په سوریه کې د حیات التحریر الشام ډلې یو شمیر افراطيان (عکس: آرشیف)

د سوریې د بشري حقونو د څار یوې ډلې د جمعې په ورځ اګست ۲۵(وږي ۳) وویل چې د دغه هېواد په شمال کې د حکومت په هوايي برید کې ۷"جهاديان" وژل شوي دي.

په بريتانيا کې میشته د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، هوايي بريد په داسې حال کې شوی، چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم د مخالفانو په وروستي مرکز کې جګړه او تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي: "په حلب ولایت کې د بشارالاسد د رژیم له خوا په دوو بمباریو کې د حیات تحریر الشام [ډلې] اوه جنګیالي ووژل شول."

د "حیات التحریر الشام" ډله له القاعده شبکې سره تړلې ده، چې د ادلب ولایت ځنې برخې او د لاذقیه، حما او حلب په ګډون د ګاونډیو ولایتونو ځینې برخې کنټرولوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د سوریې پوځ لومړی د حلب ولایت په لویدیځ کې د حیات تحریر الشام ډلې یو پوځي موټر په نښه کړ.

د بشري حقونو د دغه څار ډلې په وينا، کله چې دويم موټر د مړو او ټپيانو د لېږدولو لپاره راغى، دويم هوايي بريد وشو او د مرګ ژوبلې شمېره زياته شوه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، په ادلب ولایت کې په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی او روسي الوتکو هم د خپل کنترول لاندې سیمو کې د حیات التحریر الشام ډلې وسله وال په نښه کړي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارنې ډلې رئیس رامي عبدالرحمن د اګست په ۲۱ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د سوريې د حکومت د مخالفو ياغيانو په وروستۍ اډه باندې د روسيې په هوايي حملو کې د دمشق ضد وژل شويو یاغیانو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شو.

د عبدالرحمن په وینا، د روسیې په هوايي بریدونو کې د "حیات التحریر الشام جهادي ډلې" لږ تر لږه ۱۳ سوري او غیر سوري جنګیالي وژل شوي دي.

د سوریې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې پوځ او هوايي ځواک د حلب، لاذقیه او حما ښار ته څېرمه د «ترهګرو» پر اډو څو ځله هوايي او توپچي بریدونه وکړل چې د حکومت تر کنټرول لاندې ولایتونو باندې یې پرله پسې بریدونه کول.

مسکو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سوریې په جګړه کې ښکېل دی او د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي. روسیې د سوریې له حکومت سره د هغو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې مرسته کړې چې په ۱۲ کلنه جګړه کې د دمشق د مخالفو یاغیانو تر ولکې لاندې وې. روسي ځواکونو په وار وار د سوریې په ادلب سیمه باندې بریدونه کړي دي.

په همدې ورځ په لاذقیه ولایت کې د حیات التحریر الشام ډلې د بمي برید په پایله کې یو سوریایي عسکر وژل شوی او یو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت پیل شوه چې د ولسمشر بشارالاسد حکومت د حکومت ضد سوله ییز لاریونونه په زور وځپل.

د سوریې شخړه اوس پېچلې شوې ده. د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې بهرنیو ځواکونو هم وردانګلي تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، او په میلیونونو نور یا په کور دننه بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د سوريې په جګړه کې د دغه هېواد بنسټيزو تاسيساتو او صنعت ته سخته ضربه رسېدلې ده. روسیه او ایران په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG