د لاس رسي وړ اتصالات

د روسي هوايي بریدونو سوریه کې ۴۵ کسان وژلي


روسیه د بشارالاسد د رژیم پر ضد جګړه مارانو بریدونه کوي
روسیه د بشارالاسد د رژیم پر ضد جګړه مارانو بریدونه کوي

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي د روسیې او سوریي د حکومت الوتکو د دغه هېواد په ختیځ کې ۴۵ تنه وژلي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د څار ډله وايي الوتکو د شنبې په ورځ د عراق سرحد ته نژدې د دیرالزور د قوریه کلی بمبارد کړی دی، چې تر ډېره یې داعش کنترولوي.

روسیه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر نه راپدیخوا د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د هغه د رژيم ضد پر جګړه مارانو هوايي بمبارۍ کوي.

په همدې حال کې د سوریې د ډیموکرات ځواک یاغي ډلې، چې د امریکا هوايي ځواکونو یې مرسته کوله، د منبیج په سیمه کې له داعش جګړه مارانو سره جنګ کړی دی، منبیج د افراطيانو یوه مهمه سیمه بلل کیږي.

د ډیموکرات ځواک یاغیانو د دغې سیمې په څنډو کې پرمختګ کړی او د غنمو یوه سیلو یې نیولې ده. منبیج د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت ډلې د جګړه مارانو تر کنترول لاندې سیمو کې د اکمالاتو مهمه لار او تمځای دی.

سیمه ییز فعالان وايي د داعش له واک نه د منبیج ویستل د دغې ډلې لپاره یو لوی ګوزار او په شاتګ دی. د سوریې په شمال کې پر سلګونو کردانو چې د یاغي ډلو ترمنځ د جګړې له سیمې تښتېدل، بریدونه شوي او ګڼ یې ژوبل شوي دي.

څو اونۍ مخکې د داعش جګړه مارانو د حلب په ولایت کې ۹۰۰ کردي ملکیان وتښتول او له هماغې ورسوته له سیمې د خلکو تېښته او وتل هم پیل شوي دي.

یو شمېر نور خلک چې له منبیج نه تښتېدل د ډیموکرات ځواک جګړه مارانو، چې امریکا او ایتلاف یې مرسته هم کوي، محاصره کړي دي.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې په روان تاوتریخوالي کې شاوخوا ۲۸۰۰۰۰ زره کسان وژل شوي دي او له هماغې نېټې را وروسته د سوريې په جنګ کې نړیوال قوتونه هم ښکېل شوي دي.

XS
SM
MD
LG