د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان د اوکراین د جګړې تاکتیکونه څېړي، امریکا سره هم غږېدلی


تایوان غښتلي پوځ او هوايي ځواک لري
تایوان غښتلي پوځ او هوايي ځواک لري

د تایوان د دفاع وزیر چیو کوچینګ یوه کاري ډله ګمارلې ده چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او جګړې تاکتیکونه مطالعه او معلومه کړي چې کیف څنګه د مسکو د یرغل په وړاندې ودرېده.

نوموړي نن پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) خبریالانو ته وویل چې په دې اړه یې د امریکا له متحدو ایالتونو سره هم بحث کړی دی.

چین د تایوان د مالکیت دعوه لري او تایوان په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته خپل احضارات زیات کړي او اندېښنه لري چې بېجینګ د مسکو په پل قدم کېنږدي.

سره له دې چې داسې کومې نښې نښانې نشته چې وښيي چین په تایوان د یرغل هوډ لري، مګر د تایوان په سیاسي کړیو کې دا اندېښنې او بحثونه پارېدلي دي.

د تایوان د دفاع وزیر وویل چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې د اوکراین د جکړې د تاکتیکونو د مطالعې ډلې د بهرنیو هېوادونو له مقاماتو سره تماسونه نیولي دي.

چیو ګوچینګ ویلي دي دا ډله به د نورو مسائیلو تر څنګ په اوکراین باندې د روسیې کمزورې پوځي کارکردګي او د اوکراین مقاومت څېړي.

ښاغلي چیو په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې «دا مسئله یوازې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په غونډو نه، بلکې له نورو هغو هېوادونو سره چې له تایوان سره تماسونه لري، هم شریکه شوې ده».

نوموړي وویل چې په دغې کاري ډلې کې د تایوان د ملي دفاع پوهتون استادان او کارپوهان شامل دي.

هغه وویل چې بېځایه څرګندونې به نکوي «خو مهم داخلي بحثونه به کوي چې د جګړې د تدارکي وسائیلو او چمتوالي په اړه ګټورې پایلې ترلاسه» کړي.

تایوان د اوکراین په جګړې کې ځیني مشابهتونه ویني خو وايي چې ځینې نور مسائیل هم شته، د بېلګې په ډول د تایوان آبي تنګی یو «طبعي خنډ» بلل کېږي چې هغه هېواد ته به د چین د ځواکونو استول ستونزمن کوي، مګر بر عکس روسيې په اسانه اوکراین ته ځواکونه واستول.

تایوان همدغه راز لوی او غښتلی هوايي ځواک لري او دا مهال هلې ځلې کوي چې خپل تهاجمي ظرفیتونه لوړ او خپل ساخت میزایل زیات کړي.

چین په تېرو دوو کلونو کې د تایوان د مالکیت دعوې زیاتې کړې، خو تایوان د چین ادعا رد کړې ده او ټېنګار کوي چې یوازې د تایوان خلک د خپل برخلیک په اړه پرېکړه کولای شي.

XS
SM
MD
LG