د لاس رسي وړ اتصالات

امیر خان متقي: د پنجشېر مسئله باید د خبرو او مفاهمې له لارې هواره شي


عکس (ارشیف) پنجشېر ولایت
عکس (ارشیف) پنجشېر ولایت

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر مولوي امیر خان متقي د پنجشېر له خلکو غوښتي چې په دغه ولایت کې مقاومت کوونکو ته د جګړې نه کولو قناعت ورکړي. ​

ښاغلي متقي نن چهارشنبه سټمپر لومړۍ (وږې لسمه) په یو پیغام کې ویلي چې د پنجشېر لانجې د حل لپاره سوله ییزو هڅو تر دا مهاله کومه پایله نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړې د طالبانو د هڅو سره سره پنجشېر کې ځينې کسان حاضر نه شول چې موضوع د خبرو له لارې هواره او د جګړې مخه ونیول شي.

امیر خان متقي د پنجشېر خلکو ته پیغام کې ویلي: "موږ ډېر کوښښ وکړ چې د پنجشېر مسئله د مفاهمې او خبرو له لارې هواره شي، د پنجشېر له علماو سره پر پسې ناستې وشوې، د پروان چاریکار کې هم د پنجشېر له مسؤلینو سره ناسته وشوه، تلیفوني اړیکې هم ټینګې شوې، خو تر دا مهاله یې بدبختانه، بدبختانه پایله نه ده ورکړې."

ښاغلي متقي ویلي چې د پنجشېر خلک باید خپلو کې سلا مشورې وکړي او په خبره یې هغه کسان چې جګړه غواړي باید قناعت ورکړل شي چې په دغه ولایت کې جګړه ونشي.

هغه ویلي: "هغوی ته باید یا قناعت ورکړل شي او یا ځواب ورکړل شي او د پنجشېر مسله د سولې او مفاهمې له طریقه حل شي...او د اسلامي امارت سره یو ځای شئ."

نوموړي ویلي په داسې حال کې چې د خبرو له لارې هڅو نتیجه نه ده ورکړې د پنجشېر په څلورو خواو کې طالب جنګیالي چمتووالی لري.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر ویلي چې دوی اوس هم هڅه کوي چې جګړه رامنځته نشي او یاده مسئله د خبرو او سولې له لارې هواره شي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې نظر واخلي خو ونه توانېدل.

پر همدې مهال یوې سیمه ییزې سرچینې امریکاغږ ته وویل چې نن چهارشنبه پنجشېر ته نژدې د پروان ګلبهار او جبل السراج او د پنجشېر په رُخه ولسوالۍ کې په دغه ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت کوونکو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې شوي.

په پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت مسؤلینو او طالبانو تر دا مهاله د ننیو نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG