د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۱ کسان نیول شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په داسې حال کې چې لا هم په کابل کې ښار د وسله والو غلاو او نورو جنايي جرمونو په اړه له خلکو سره اندېښنې سته، د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په تیره یوه اونۍ کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۱ تنه نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس مولوي کامران د پنجشنبې په شپه نومبر ۲۵ (لېدنۍ ۴) رسنیو ته لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په نیول شوو کسانو کې اختطاف کوونکي، قاتلان، په اخلاقي فساد تورن کسان او د وسایطو غله شامل دي.

هغه ویلي: "په تېره يوه اوونۍ کې د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا د کابل ښار او ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ٩١ تنه نيول شوي دي."

نوموړي زیاته کړې چې نیول شوي کسان به قانوني مراجعو ته وسپارل شي.

هغه ویلي چې له نیول شوو کسانو څخه مخدره موادو، شپږ غلا شوي موټر او وسلې تر لاسه شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د جنايي تحقیقاتو رئیس همدارنګه زیاته کړې چې له غلو څخه تر لاسه شوي موټر یې بیرته خپلو مالکانو ته سپارلي دي.

پر همدې مهال په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې هم د موټر د غلا په تور د درې تنو د نیول کېدو خبر ورکړ.

طالب چارواکي پر داسې مهال په کابل ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تور د یادو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د غلاوو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې له ځینو کسانو څخه د وسله والو غلو لخوا د موټر او نورو قیمتي جنسونو اخیستلو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG