د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کې د پولیو واکسین ته اجازه ورکړې


په هلمند کې د پولیو واکسین
په هلمند کې د پولیو واکسین

په هلمند کې د عامې روغتيا د وزارت مسؤلين وايي چې طالبانو سره د واکسين د تطبيق په ستراتيژۍ یوې موافقې ته رسيدلي دي او ددې ولايت په پاتې ولسواليو کې به هم واکسين پيل شي.

شاوخوا اته مياشتې مخکې طالبانو د واکسين کور په کور تطبيق بند کړ. په ۲۰۱۸ ميلادي‌ کال کې د هلمند په هغو سيمو کې د پولیو څلور مثبتې پيښې رامنځته شوې چې د پوليو واکسين څخه بې برخې وې.

په هلمند کې د پولیو ددغو مثبتو پیښو د رامنځ ته کیدو وروسته د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د روغتيا مسؤلينو او طالبانو تر منځ په دې توافق وشو چې د طالبانو د واک لاندې سیمو کې دې یواځې په جوماتونو کې دغه واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت آمر عصمت الله همت وايي”په باغران،نوزاد، واشير، ګرمسير، خانشين او ديشو ولسواليو کې د پوليو ضد واکسین پروسه پيل شوې او په کجکي، موسی کلا او سنګين کې به په يوه مياشت کې پيل شي او پاتې۴۵۰ زره ماشومان به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې واکسين شي".

XS
SM
MD
LG