د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: د روغتونونو د رهبرۍ په کچه د ښځو ټاکل دوام لري


د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د ملالۍ زېږنتون د رئیسې په توګه د ډاکتر ملالۍ فیضي ټاکل کېدل تائید کړل
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د ملالۍ زېږنتون د رئیسې په توګه د ډاکتر ملالۍ فیضي ټاکل کېدل تائید کړل

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په کابل کې د ملالۍ زېږنتون د رئیسې په توګه د ډاکتر ملالۍ فیضي ټاکل کېدل تائید کړل او وايي چې د ځینو روغتونونو د رهبرۍ په سطحو کې د ښځینه رئیسانو ټاکل کېدل به دوام ولري.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن سې شنبه فبرورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۲) امریکا غږ ته وویل: "دا طبعي خبر ده په ځانګړي ډول د نسايي او ولادي شفاخانو لپاره، خامخا زانانه ټاکل کیږي... مثلاً رابعه بلخي، ملالۍ روغتون او نورو نسايي او ولادي روغتونونو لپاره ټولو ته زنانه مسولینې ټاکل کیږي."

د طالبانو د روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر هم ویلي چې اغلې فیضي د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند لخوا ټاکل شوې او په کار یې پيل کړی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله دا لومړی ځل دی چې یوه مېرمن د یو روغتون د رئیسې په توګه ټاکل کیږي.

مېرمنې وايي، په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د ښځو لپاره کاري ساحه محدوده شوې، خو د روغتیا وزارت په ګډون، د پاسپورت ریاست او ځینو نورو محدودو ادارو دروازې د یو شمیر ښځینه کار کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې دوی د شرایط په برابرولو سره ټولو مېرمنو ته د شریعت په چوکاټ کې د کاري زمینې برابرلو ته ژمن دي.

پر همدې مهال یو شمېر ښځینه فعالانې وايي چې په دغه هیواد کې د طالبانو د شپږو میاشتو حاکمیت په تېرېدو سره، د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پيژندلو لپاره طالبانو خپل چلند تغیر کړی دی.

د ښځینه فعالانو له ډلې کیارنګ سعادت امریکا غږ ته وویل چې د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند ډير «افراطي» دی او په خبره یې د هغوی له نظره له کور څخه بهر د ښځې کار کول ناروا دی.

نوموړې زیاته کړه چې طالبانو د خپل تیر حکومت پر مهال هم هڅه کوله چې د ښځو د کار او فعالیت مخه ونیسي او په خبره یې اوس مهال د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند کې تغیر نه لیدل کیږي.

اغلې سعادت زیاته کړه چې طالبانو پخپل راتګ سره د ښځو چارو وزارت منحل کړ او ښځي یې له دولتي دندو څخه لیري کړې. د نوموړې په خبره طالبانو په دغه موده کې حتا ښځې په رسنیو کې هم له کار څخه منعه کړې.

د ښځو چارو دغه فعالې همدارنګه وویل: "اوس مهال چې طالبانو په ټولنه کې د ښځو د کار او فعالیت په اړه اقدام کړی دی کېدای شي د رسمیت پيژندلو لپاره یې کړی وي، د دې لپاره چې په رسمیت وپيژندل شي."

نوموړې ادعا وکړه چې د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو وروسته به، د دوی حکومت پر ښځو تازه محدودیتونه وضعه کړي او په ټولنه کې د هغوی د فعالیت مخه به بیا ونیسي.

د افغان مېرمنو تمه

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته یو شمېر ښځې تمه ښيي چې هغوی د ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او په خبره یې باید مساوي حقوق ورکړل شي.

د وحیده شهکار په نوم یوې ښځینه فعالې امریکا غږ ته وویل چې طالبان باید له ښځو سره جوړ راشي او په خبره یې که داسې ونشي نړیواله ټولنه به د هغوی حکومت په رسمیت ونه پيژني.

میرمن شهکار زیاته کړه چې د نظام په جوړښت کې د ښځو ونډې ته تر بل هر وخت اړتیا لیدل کیږي، او په خبره یې طالبان به د دغه وضعیت په دوام سره یوازې په نارینه وو سره کار ته دوم ورنکړل شي.

نوموړې زیاته کړه: "موږ له نړیوالو هیوادونو څخه غواړو چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژني، ځکه چي دغه ډلې تر اوسه ښځې له کار څخه لیري کړي او حقوق یې پر پښو لاندې کړي دي."

پر همدې مهال د فرخ فرخ په نوم یوې بلې ښځینه فعالې امریکاغږ ته وویل چې طالبان د ایدولوژیک لحاظه د ښځو له فعالیت سره ستونزه لري.

میرمن فرخ زیاته کړه چې طالبان د ښځو په اړه د اسلام نظره خپل تعریف لري او په خبره یې په همدې خاطر ستونزمنه ده چې دغه ډله به په ټولنه کې ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

هغې همدارنګه وویل: "ددې لپاره چې طالبان د ښځو لپاره ټیټ رتبه بستونه په نظر کي نیسي له دې څخه معلومیږي چې طالبان اوس هم د ښځو په اړه یو افراطي او تند نظر لري."

اغلې فرخ همدارنګه وویل چې طالبان د ښځو په اړه د نبوي حادثو او قراني ایاتو په اړه بېل تفسیر لري په داسې حال کې چې په قران کریم کې ښځو ته د تعلیم او زده کړو حق ورکړل شوی او د پیغمبر بي بیانو هم په ټولنه کې سوداګري کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي او همدارنګه د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د ښځو کاري ساحه محدوده شوې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې له ښځو څخه غوښتي چې اسلامي حجاب مراعت کړي او محرم پرته دي اوږد سفر نکوي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې راتلوونکی کال به ټول ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي او همدارنګه یې ژمنه کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ د ښځو کار او حقوقو ته ژمن دي.

نړیوالې ټولنې تر دې مخکې له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو د حقوقو احترام وکړي او په خبره یې د کار او تعلیم زمینه ورته برابره کړي.

XS
SM
MD
LG