د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر د افغانستان بانک مشر او د کانونو او پېترولیم وزیر بدل کړل


 شهاب الدین دلاور واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپټمبرد میاشتې راهیسې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او هدایت الله بدري د مالیې او افغانستان بانک د سرپرست په توګه د طالبانو حکومت کې کار کړی دی.
شهاب الدین دلاور واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپټمبرد میاشتې راهیسې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او هدایت الله بدري د مالیې او افغانستان بانک د سرپرست په توګه د طالبانو حکومت کې کار کړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت په کابینه یو ځل بیا بدلون راوستی او د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور پرځای یې د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري ددغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د شنبې د ورځې ناوخته جولاۍ شپږم ( چنګاښ ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان بانک لومړی مرستیال نور احمد اغا ددغه بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

مولوي شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو د مشر له خوا د همدې کال د سپټمبر په اوومه د سرپرستې کابینې د اعلان راهیسې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر په توګه کار کاوه.

خو د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري چې د تېر ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، دمخه یې د طالبانو په حکومت کې د مالیې د وزارت د سرپرست په توګه کار کاوه.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د شهاب الدین دلاور تر مشرۍ لاندې په تیرو نږدې دریو کلنو کې د ګڼو بهرنیو او افغان شرکتونو سره د کانونو د استخراج برخه کې د شاوخوا اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د مشر د فرمان له مخې مولوي دلاور اوس د افغاني سرې میاشتې د ټولنې سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې سرپرست رئیس مطیع الحق خالص د چاپیریال ساتنې د ادارې د سرپرست په توګه او د دغې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه او د دغه وزارت د ګرځندوی مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال توګه ټاکل شوي دي.

همداشان د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه ټاکل شوی دی.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکینی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغان سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه اود افغانستان بانک لومړی مرستیال نور احمد اغا ددغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

دا نوې ټاکنې په داسې حال کې شوې چې پر افغانستان باندې د طالبانو درې کلنې واکمنۍ پوره کیدو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده. د طالبانو مشر په تیرو نږدې دریو کلنو کې د خپل حکومت په کابینه کې یوازې د څو وزارتونو او ریاستونو رېیسان، چې د مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتو او د افغانستان بانک سرپرستان هم په کې شامل دي بدل کړي دي.

دا درې ادارې طالبانو ته د عوایدو د راټولولو او د حکومت د مالي چارو د پرمخ وړلو لپاره ډیر اهمیت لري. د سیاسي چارو ځینې کارپوهان د افغانستان پر بانکي سیستم باندې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د ځینو محدودیتونو لګیدلو یو علت د طالبانو د مالي ادارو مشري د هغو طالب چارواکو له خوا ګڼي چې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې اقتصادي محدودیتونه تر ډیره ددې لپاره لګیدلي چې د طالبانو ځینې مشران د نړیوالو محدودیتونو لاندې دي او هغوی ددغو اقتصادي ادارو چارې پرمخ وړي.

هغه وویل: "متاسفانه د افغاسنتان خصوصي سکټور دلته محکوم دی ددې لپاره چې د طالبانو مشران د محدودیونو لاندې دي د افغانستان بانکونه تر بندیزونو لاندې نه دي د طالبانو مشران د بندیزونو سره مخ دي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان بانک نوی سرپرست نور احمد اغا نوم هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی .

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي چې د طالبانو د حکومت مصرف ته په کتنې ددغه حکومت عواید د تیر کال پرتله کم شوي دي.

دغه کارپوهان د عوایدو د کمیدو یو علت بهرنیو هیوادونو ته د ۲۰۲۲ کال پرتله په تیر ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو په ځانګړي ډول پاکستان ته د ډبرو د سکرو د صادراتو کمښت ښيي.

د طالبانو حکومت تیره میاشت پریکړه وکړه چې د حکومت ښځینه مامورینو ته د هغوی د کاري وړتیاو او رتبو پرته د میاشتې پنځه زره افغانۍ تنخواه ورکړي. د طالبانو حکومت په تیرو دریو کلنو کې د متقاعدینو تنخواوې هم نه دي ورکړي.

د اقتصادي چارو خینې کارپوهان دا پریکړه هم د دغه حکومت د عوایدو د کمیدو له امله ګڼي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې یې خپله بودیجه د داخلي منابعو څخه تمویل کړې، خو په تیرو دوو کلنو کې یې د بودیجې مجموعي اندازه او د حکومت ادارو ته د بودیجې د ځانګړي کیدود اندازې په اړه معلومات له خلکو سره نه دي شریک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG