د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي طالبانو په ابوظبي کې سیاسي ماتې وخوړه


د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې طالبانو په متحده عربي اماراتو کې له افغان پلاوي سره په نه لیدلو وښودله چې دوي د جګړې دوام غواړي او دا کار یې د دغې ډلې”سیاسي ماتې“ بللې.

طالبانو په ابوظبي ښار کې د افغانستان د سولې په اړه جوړې شوې غونډې کې له افغان پلاوي سره ونه لیدل، خو له امریکايي، پاکستاني، سعودي او اماراتي استازو سره خبرو ته کښینستل. افغان حکومت له طالب استازو سره د مخامخ خبرو په هوډ، متحده عربي اماراتو ته یو پلاوی لیږلی و.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام د دغه پلاوې له غړو سره ولیدل.

ارګ په یوې خبرپاڼۍ کې وویل ”مخالفې ډلې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې رد کړي او په دې کار سره د سیمې خیر نه غواړي، سولې ته ژمن نه دي او غواړي چې جګړه همداسې دوام پیدا کړي. “

ارګ دغه راز ویلي چې حکومت به د سولې راوستلو لپاره له هلوځلو لاس وانخلي خو وايي "ددې تر څنګ به د افغانستان ملي وسله وال ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې لپاره د تل په څير چمتو وي."

د افغانستان د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو د وزارت سلاکار، زلمي خلیلزاد هم له افغان حکومت سره خبرې نه کول د طالبانو تیروتنه بللې ده.

طالبان د افغان حکومت مشروعیت نه مني او وايي دوې د جګړې د ختمولو لپاره یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG