د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بریتانیا سفیر؛ طالبان د تخلیې په عملیاتو کې همکاري کوي


په افغانستان کې د بریتانیا سفیر وایي چې بریتانیا "په تکتیکي او عملي کچه" ددې هیواد د اتباعو او په شرایطو برابرو افغانانو د ایستلو په برخه کې په کابل کې د طالبانو سره کار کوي.

د بریتانیا سفیر لوري بریستو، د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په یو ویدیویي پیغام کې خبریالانو ته وویل: "جالب ده چې طالبانو ددې عملیاتو څخه ملاتړ ته مخ کړې ده."

ښاغلي لوري وویل: "زما ارزونه داده چې دا هغوی په خپله ګټه ګڼي چې دغه بهیر [تخلیه] په منظمه او څرګنده توګه وشي. او څرګنده ده چې دا زمونږ په ګټه هم دي...پدې خاطر مونږ په هغه برخه کې چې په تکتیکي او عملي کچه ورته اړتیا لرو د هغوی سره کار کوو."

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر وایي چې د ایستلو عملیات به په څو ورځو کې ترسره شي.

ښاغلي لوري وویل چې پرون شاوخوا ۷۰۰ کسان د افغانستان څخه ایشتل شوي او زیاته یې کړه: "مونږ هڅه کوو چې دغه بهیر په څو راتلونکو ورځو کې چټک کړو...هڅه کوو څومره ژر چې ممکن وي هغه کسان چې باید مصوون ځای ته انتقال کړو د [افغانستان څخه] وباسو. "

پدې ترڅ کې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن، ویاند ویلي چې نیت لري په ورځ کې ۱۰۰۰ تنه له افغانستان څخه وباسي.

دا پداسې حال کې دي چې د اروپایي ټولنې د پارلمان رئیس د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان پناه غوښتونکو د منلو مسولیت لري او نشي کولای هغه کسان چې دې ټولنې ته یې په افغانستان کې کار کړی "د غچ اخیستنې له ګواښ" سره مخامخ کړي.

ددې ټولنې د پارلمان رئیس ډیویډ ساسولي وویل هغه پناه غوښتونکي چې له افغانستان څخه اروپا ته راځي باید په مساوي بڼه د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ وویشل شي.

ښاغلي ساسولي چې د لیتوانیا په کتنه بوخت وو، خبریالانو ته وویل: "مونږ باید د هغو کسانو چې مونږ سره یې همکاري کړې ساتنه وکړو، نشو کولای اجازه ورکړو چې هغوی د غچ اخیستنې سره مخامخ شي."

یو غربي مقام د چهارشنبې په ورځ د رویترز اژانس ته وویل چې څه دپاسه ۲۲۰۰ دپلوماتان او ملکیان په پوځي پروازونو کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي. خو دغه مقام څرګنده نکړه چې پدغو کسانو کې څومره افغان شته چې له هیواد نه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG