د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبانو' د پښتو ژبې مشهور شاعر عزت الله ځواب 'نیولی'


عزت الله ځواب د پښتو ژبې شاعر او د یوې خصوصي مجلې مسئول دی.
عزت الله ځواب د پښتو ژبې شاعر او د یوې خصوصي مجلې مسئول دی.

په ننګرهار کې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او د مینې په نامه د یوې خصوصي مجلې مسئول عزت الله ځواب د کورنۍ غړي وایي چې طالبانو هغه نیولی دی.

د عزت الله ځواب دوو زامنو نصرت ارمان او عطاءالله ځواب په خپلو فیسبوک پاڼو باندې د طالبانو په لاس د خپل پلار د نیول کېدو خبر تائید کړی دی.

ویل کېږي چې عزت الله ځواب له کابل څخه جلال اباد ته روان و، چې په لاره کې نیول شوی دی.

د ده مشر زوی نصرت ارمان په خپل فیسبوک کې لیکلي دي طالب مقاماتو « ډاډ راکړ چې پلار مو روغ جوړ دی، فقط د يوې موضوع اړوند خبرو ته غوښتل شوی او ژر به يې در خوشې کړو! ..»

د عزت الله ځواب بل زوی عطاءالله ځواب هم په خپل فیسبوک کې همدا خبره لیکلي ده. دوی دواړو له خلکو غوښتي دي چې د پلار د نیول کېدو په اړه یې خپلې لیکنې او«پوسټونه ډيليټ» او حذف کړي. دوی نه دي ویلي چې پلار یې د کومې موضوع په اړه نیول شوی دی او نه یې هم لیکلي دي چې طالبانو ورته وضاحت ورکړی دی که نه.

طالبانو لا نه دي ویلي چې هغه یې نیولی دی.

عزت الله ځواب د پښتو ژبې شاعر دی، لیکوال دی، د مینې مجلې په نوم یوه خصوصي مجله چلوي او په کابل کې یې کتاب پلورنځي لري.

ده وخت ناوخت په خپل فیسبوک کې انتقادي شعرونه او لیکنې خپرولې. ده په خپلو شعرونو کې همدغه راز د افغانستان په اړه د ځینو ګاونډیو په تګلارو باندې هم نیوکې کولې.

که څه هم عزت الله ځواب نه دي ویلي چې دا شعر یې د واکمنو طالبانو په خلاف لیکلی، خو شاید د ده همدا ډول شعرونه او لیکنې د واکمنانو خوښ شوي نه وي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ځواب یو شمېر مینه والو او افغان لیکوالانو د هغه نیول غندلي دي‌، دا کار یې د بیان د ازادۍ خلاف بللی له طالبانو یې غوښتي دي چې هغه ژر تر ژره پرېږدي.

عزت الله ځواب د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور کې هم په ننګرهار کې مقاماتو د انتقادي لیکنو او شعرونو له کبله نیولی او بندي کړی و.

ځواب داسې مهال نیول کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو بد هېواد ګڼل کېږي او طالبان په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو باندې کلک بندیزونه لګولي او سانسور کوي يي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وایي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او درې خبریالان د طالبانو په زندان کې بندیان دي. ددغه سازمان د تیر ۲۰۲۳کال د رسنیو د ازادۍ په کلني شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG