د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما له طالبانو د دوو نورو ښځینه فعالانو د توقیف په اړه معلومات غوښتي 


په کابل کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه 
په کابل کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه 

وروسته له هغه چې په کابل کې د طالبانو له لوري‌ د دوو نورو ښځینه فعالانو د نیول کېدو ادعاوې او راپورونه خپاره شول، یوناما د طالبانو حکومت څخه په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

یوناما نن پنجشنبه جنوري درېیمه (سلواغه۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «یوناما په کابل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له لوري‌ د دوو نورو ښځینه فعالانو د نیولو د راپورونو په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه عاجل معلومات وغوښتل.»

د یوناما په دغه ټویټ کې یو ځل بیا تاکید شوی دی چې ټولې «ورکې شوې» فعالانې او خپلوان یې باید پرېښودل شي.

ځینو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو ویلي دي چې طالبانو په کابل کې دوې فعالانې مرسل‌ عیار او زهرا محمدي نیولې دي او لا هم ترې تمې دي. دوې دواړو د طالبانو په ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو ویاندانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت مخالفو نظرونو ته هم درناوی لري‌ او په دې برخه کې یې چا ته زیان رسېدلی نه دی.

هغه د بېلګې په ډول د مخکني حکومت ځینو لوړ پوړیو مقاماتو ته اشاره وکړه او وویل چې هغوی په کابل کې مصئون دي‌ او طالبان یې ساتنه کوي.

مګر څه موده مخکې د طالبانو حکومت د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال د طالبانو په نظام باندې له انتقاد کولو وروسته څو ورځې بندي کړ. همدغه راز راپورونه وايي چې طالبانو دوې فعالانې پریانياو ابراهیم‌خیل هم نیولې او تر دې دمه ترې تمې دي.

د بشري حقونو د څارې ډلې او ملګرو ملتونو ددغو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده او ویلي‌ دي طالبانو د دې په ځای چې د دغو کسانو د نیولو څخه د انکار په ځای، باید د هغوی د توقیف ځای افشا کړي.

XS
SM
MD
LG