د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ارغستان کې جګړه؛ 'سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي'


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند په نښته کې پولیسو ته د تلفاتو اوښتو او د ولسوالۍ د ودانۍ د سقوط په اړه څه ونه ویل
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند په نښته کې پولیسو ته د تلفاتو اوښتو او د ولسوالۍ د ودانۍ د سقوط په اړه څه ونه ویل

د امنیتي سرچینو له قوله وسله والو طالبانو تیره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه کړي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی په ارغستان ولسوالۍ کې جګړه تائیده وي، خو وايي چې سیمه ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

نوموړي نن چهارشنبه فبروري ۲۴ (کب شپږمه) له امریکا غږ سره په خبرو کې تائيد کړه چې د ارغستان ولسوالۍ د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه پرون ناوخته د یادي ولسوالۍ مرکز ته رسیدلي دي.

نوموړي وويل: "په ارغستان ولسوالۍ کې جګړه شوې خو ځانګړي قواوې سیمې ته پر وخت رسیدلي او د امنيې قوماندانۍ په ګډون په نورو دولتي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي."

خو د کندهار يو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د وسله والو په برید کې د ولسوالۍ ودانۍ سقوط شوې او شپږ پوليس پکښې وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه: "تېره ورځ وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ پر تعمیر ډله ییز بریدونه پيل کړه چې تېره مازدیګر يې په بمونو او تخریب کړه او ۶ تنه پوليس چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې وو هم د وسله والو په برید کې وژل شوي خو د کمانډو قواوو او هلیکوپټر الوتکي سیمې ته رسیدلي او پر وسله والو يې بریدونه کړي."

خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند په یاده نښته کې پولیسو ته د تلفاتو اوښتو او د ولسوالۍ د ودانۍ د سقوط په اړه څه ونه ویل.

ارغستان د ډیورنډ کرښې ته نږدې د کندهار په جنوب ختیځ ۱۲۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري چي له کندهار ښار سره يې لویه لار له تیرو ۸ میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د ملکي ټرانسپورت پرمخ تړلې ده.

یاده ولسوالي د کندهار له مهمو اقتصادي او ګڼ مېشتو ولسوالیو څخه هم بلل کیږي چې اوس يې د جګړو له کبله تر ۳ زره زیاتي کورنۍ له خپلو مېنو څخه کډوالي شوي هم دي.

له دې سره پر یوه وخت د کندهار په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، میوند او خاکریز ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ د جګړو راپورونه رسیدلي.

وسله والو طالبانو د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG