د لاس رسي وړ اتصالات

دهراود ولسوالۍ کې جګړه؛ 'پنځه افغان سرتیري او ۲۵ طالبان وژل شوي'


په اروزګان ولايت کې نن چهارشنبه سهار وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د والي وياند احمدشاه ساحل نن چهارشنبه ډسمبر ۱۶ (لېندۍ ۲۶) امریکا غږ ته وويل چي په دهراود ولسوالۍ کې تیره شپه او نن سهار د جګړې په ترڅ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

هغه وويل چي په ياده جګړه کې پنځه تنه افغان سرتیري هم وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"د دهراود ولسوالۍ پر کمربندي پوستو وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي چې د افغان ګډو ځواکونو په ځوابیه برید کې په دوو جلا پېښو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي زموږ سرتیري هم مرګ ژوبله لري چې پنځه تنه یې وژل شوي دي."

خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وویل چې د تیرې شپې او نن سهار په جګړه کې د دهراودد ولسوالۍ د پولیسو د سرپرست څارمن ولي محمد په ګډون ۱۳ حکومتي سرتیري وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په وژل شويو کسانو کې پولیس او د ملي اردو سرتیري شامل دي.

دغه راز د اروزګان د ولايتي شورا پخواني رئيس او د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي امان الله هوتکي هم امریکا غږ ته وویل چې د دهرواد ولسوالۍ په جګړه کې ټولټال ۱۴ افغان سرتیري وژل شوي دي.

ده وويل: "وسله والو طالبانو د وژل شويو کسانو جدونه هم له ځان سره وړي سرتیرو ته پر وخت مرسته ونه رسېدله او لوړ تلفات نن سهار رامنځته شوي دي."

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

دهراود ولسوالي تيره اونۍ د دوهم ځل لپاره سقوط شوې او اوس افغان سرتیري د ولسوالۍ له مرکز څخه لیري په یوه امنیتي مرکز کې اوسیږي.

وسله والو طالبانو د اروزګان د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG