د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ـ چارواکي


د زابل امنیتي چارواکي وايي، نن سهار وختي يې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو یو لوی برید پرشا تمبولی او د ولسوالۍ د سقوط مخه يې نیولې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن چهارشنبه جولای ۱۵(چنګاښ ۲۵) امریکا غږ اشنا ته وويل چې په لوړ شمېر کې وسله والو نن سهار ۳ بجې د ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه پیل کړه چې د افغان ځواکونو له لوري يې مخه ونیول شوه.

ښاغلي سیال وويل: "وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره لوی برید وکړ چې زموږ امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې وو او د وسله والو دا لوی برید يې له ماتي سره مخ کړ، ۹ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې څلور يې د یوه سرګرووپ په ګډون وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپیان شوي."

دغه راز له زابل سره په ګاونډ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې له تیري شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ پيل شوي نښتې لاهم دوام لري.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی د میوند ولسوالۍ د تازه جګړې په اړه وايي چې د ولسوالۍ په سره بغل او نصرو کارېز سیمو کې وسله والو د پوليسو پر مرکزونو بریدونه وکړه چې وروسته هوايي ځواکونو هم په سیمه کې وسله وال په نښه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "په میوند ولسوالۍ کې وسله والو زموږ د پوليسو پرمرکزونو بریدونه وکړل چې په سملاسي توګه هوايي ځواک سیمي ته رسیدلي او پر وسله والو يې بریدونه وکړه چې تر دامهال ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې ټپيان شوي." خو ښاغلي بارکزي د حکومتي سرتیرو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه ونه ویل.

د میوند ولسوالۍ یو امنیتي مقام بیا د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې لاهم د حکومتي قواوو او وسله والو ترمنځ د سره بغل په ګډون په ځینو سیمو کې جګړه روانه ده خو شدت يې کم دی.

سرچیني زیاته کړه چې په یاده جګړه کې ۷ سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپي شوي.

په جنوبي ولایتونو کې د نا امنیو نویو پېښو زیاتره ولسي خلک اندېښمن کړي او وايي چي د جګړو شدت زیاتره ولسي خلک د خپلو سیمو پرې اېښودلو ته اړ کړي.

خپله وسله والو طالبانو د زابل او کندهار د وروستیو نښتو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG