د لاس رسي وړ اتصالات

طالب وسله والو بغلان کې شاوخوا ۴۰ افغان سرتیري وژلي


په دې وروستیو اونیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي.
په دې وروستیو اونیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي.

د بغلان ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه(زمري ۲۳ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بغلان مرکزي علاوالدین په سیمه کې د ملی اردو په یو مرکز برید کړی، چې له امله تر څلویښتو پورې د ملي اردو سرتیري او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د بغلان ولایت یو امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې جګړې په ترڅ کې د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته او د ملي اردو یو مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.

دا چارواکی وايي په دې جګړه کې د ملي اردو ۳۱ سرتیري او ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

تیره شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان د علاوالدین پر نظامي مرکز او د محلي پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی، جګړې تر سهاره پورې دوام وکړ.

د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي چې په دغه برید کې ۴۱ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی روح الله وايي وسله والو طالبانو د محلي پولیسو پر پوسته برید وکړ چې د دفاع په خاطر یې د ملي اردو عسکرو پر طالبانو ډزې پیل کړې.

هغه وايي چې جګړه تر سهاره روانه وه، او په نتیجه کې ۶ تنه محلي پولیس وژل شوي او یو تن ټپي ځان امن سیمې ته رسولی دی.

د بغلان د ولایتي شورا ریس صفدر محسني وايي چې تیره شپه یوه بجه د طالبانو د سرې قطعې له خوا د علاوالدین پر بیز برید شوی و چې په څلور ساعته دغه جګړې دوام وکړ او په نتیجه کې یې۳۲ تنه د ملي اردو او ۹ تنه د محلي پولیسو سرتیري وژل شوي دي.

محسني وايي چې سیمه اوس هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، او په بیزونو کې موجود وسایط او وسلې طالبانو نیولي دي.

محسني وايي چې ددوي د معلوماتو مطابق په دغه بیز باندې تر ۳۰۰ تنو پورې وسله والو برید کړی و.

ذبیح الله مجاهد چې ځان وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي مطبوعاتو ته یې په استول شوي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې چې د علاوالدین په بیز او د محلي پولیسو په یوه پوسته په برید کې یې ۳۹ تنه سرتیري او محلي پولیس وژلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG