د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د مرگ ژوبلې په اړه د افغان ځواکونو او طالبانو ادعاوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې طالبانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت د دسمبر په ٢٨ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې ١٣ طالب جنگیالي وژل شوي دي.

افغان مقاماتو ویلي چې طالبانو د سنگین په ولسوالۍ کې د "خنجر" په نوم امنیتي پوستې باندې برید کړې و چې افغان سرتیرو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو برید په یوې چاودنې پیل شو او بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ څو ساعته نښته وشوه چې په کې دواړو خواو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ځواک نور جزییات ندي ورکړي خو د میوند قول اردو ویاند نواب ځدران د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې ددغه برید په ترڅ کې ١٠ افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسؤلیت منلی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي، په دغه پوستې کې د ملي اردو ۱۷ سرتېرو دنده تر سره کوله.

له بلې خوا د هلمند یو چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې د چرخک مانده په سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه په شوي برید کې د پوځ ټولټال ۱۷ سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سنګین ولسوالۍ د مرکزي سیمو پرته په نورو ټولو سیمو کې يې د دولت وسله وال مخالفین پراخ حضور لري. دا ولسوالي د هلمند په شمال کې د نا امنه ولسوالیو څخه ده چې د پوځ سرتیري تر ډیره پکښې د لویو لارو د ساتنې چاري مخ ته وړي.

د افغانستان د دفاع وزارت همداشان د لغمان په ولایت کې پر طالبانو باندې د یو هوایي برید خبر ورکړی چې په وینا یې ٢١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG