د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار څلورو ولسوالیو کې بریدونه کړي ـ چارواکي


د کندهار امنیتي مقامات وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په خاکریز، غورک، معروف او میوند په ولسوالیو کې د پوليسو پر مرکزونو بریدونه کړي چې جګړو تر نن سهار پوري دوام در لود.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن سې شنبه «کب۱۳مه» اشناراډیو ته وويل، د غورک ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو لویه حمله افغان ځواکونو پر شاتمبولې چې په ترڅ کې يې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپیان دي.

هغه وویل، افغان ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې په دفاعي حالت کې وو چې وسله والو پرې ډله ییز بریدونه وکړل او یادې جګړې تر نن سهار ناوخته پوري دوام در لود.

هغه وويل:"د غورک ولسوالۍ پر مرکز وسله والو لویه حمله وکړه چې زموږ د قواوو له لوري يې بیرته پر شاوتمبول شوه د دغې جګړې په ترڅ کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې اووه تنه يې وژل شوي او پنځه نور يې ټپیان شوي."

غورک ولسوالي د هلمند له شمالي ولسوالیو کجکي او سنګین سره پر پوله پرته ده چې د کندهار له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې دا پکښې د تاوتریخوالي د کمولو د اونی له پای ته رسیدو څخه وروسته پکښې تېره شپه لویې نښتې شوې.

دغه راز د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشان سیمه، د معروف ولسوالۍ په مرکز او د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمو کې هم د چارواکو په وینا وسله والو د پوليسو پر مرکزونو بریدونه کړي چې پکښي ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د میوند ولسوالۍ په سره بغل او کلای ښامیر په سیمو کې د پوليسو پر پوستونو په بریدونو کې د ۷ پوليسو د وژل کیدو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG