د لاس رسي وړ اتصالات

د کابورا پروډکشن پر کارکوونکو د طالبانو د برید پراخه غندنه


دغه برید چې طالبانو یې مسولیت منلی په کې اته تنه وژل شوي او د شلو زیات نور ټپیان شوي.
دغه برید چې طالبانو یې مسولیت منلی په کې اته تنه وژل شوي او د شلو زیات نور ټپیان شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طلوع تلویزون د کابورا پروډکشن د سپرلۍ پر موټر د پروني برید په باب یې پلټنې پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه له رسنیو څخه د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ویرې له امله ترسره کیږي.

هغه وویل، افغان امنیتي ارګانونه په جدي توګه د دغې پېښې پلټنه کوي، چې پایلې به یې ژر له رسنیو سره شریکې شي.

تیره ورځ په دغه برید کې اوه تنه چې د کابورا پروډکشن او طلوع تلویزون کارکوونکي وو ووژل شول او ۲۹ تنه نور ټپیان شول.

په داسې حال کې چې د طلوع تلویزون د کابورا پروډکشن د سپرلۍ پر موټر برید کې د اوو وژل شویو کارکوونکو د جسدونو د ښخولو لپاره د قربانیانو د کورنیو لخوا ترتیبات روان دي او ټاکل شوې چې د نن ورځې په اوږدو کې د هغوی مړي خاورو ته وسپارل شي، د دغه پروډکش پر کارکوونکو برید په کور دننه او بهر په پراخه توګه غندل شوی دی.

غبرګونونه

د امریکا په نیویارک ښار کې د خبریالانو د مصئونیت کمېټې او په پاریس کې د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو دا برید پر رسنیو برید ګڼلی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې مشر کریستف دولوار په یو خپور شوي بیان کې ویلي، خبریالان د نړۍ په هر ګوټ کې د تروریستي بریدونو په اهدافو بدل شوي دي.

کرستف دولدار ویلي "خبریالان په ټولنه نړۍ کې د بریدونو په اهدافو بدل شوي، خو له دې وروسته داسې ښکاري، چې دا بریدونه په ډله ایزه توګه ترسره کیږي. جهادیان د رسنیو تر ټولو بد دښمنان دي."

د بې پولي خبریالانو ټولنې له افغان حکومت څخه د دې پېښې د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه کړې.

دا ټولنه وايي، چې خبریالانو په افغانستان کې خلکو ته د خبر رسولو په برخه کې لویه قرباني ورکړې ده، چې د دغې ټولنې د شمیرنې له مخې د ۲۰۰۱ څخه تر نن پورې په دغه هیواد کې ۳۳ خبریالان وژل شوي چې ۱۵ یې بهرنیان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم د رسنیو په کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی.

یوناما وايي، طالبانو د دغه برید مسئولیت په داسې حال کې په غاړه اخیستی، چې په لوی لاس پکې هغه مني‌بس موټر په نښه شوی چې د طلوع تلویزیون کارکوونکي یې د کار له ځای څخه کور ته لیږدول.

یوناما یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ملکیانو په څیر پر خبریالانو له برید کولو او یا د هغوی له ګواښلو څخه دې ډډه وشي.

یوناما د طالبانو په ګډون په جګړه کې پر ټولو ښکیلو خواو غږ کړی، چې پر رسنیو له بریدونو لاس واخلي.

د امریکا سفارت او د بخښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه غندلې ده.

په همدې توګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په جلا جلا بیانونو کې دا برید په کلکه غندلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یو بیان کې د طلوع تلویزون د کابورا پروډکشن د سپرلۍ پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي چې د دښمنانو دا ډول بریدونه د افغانستان د خلکو غږ نشي چپ کولی.

دغه راز، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارو هم په موبي ګروپ او کابورا پروډکشن برید په کلکه غندلی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ کمېټې، د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې، د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې، د نی په نوم د آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې او یو شمیر افغان سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو دا برید د بیان په آزادی برید ګڼلی دی.

خو طالبانو په یو بیان کې د کابورا پروډکشن پر کارکوونکو د برید ننګه کړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، طالبان په څرګنده اعلانوي چې په طلوع تلویزون برید پر رسنیو نه بلکې په یوې استخباراتي ادارې برید و.

XS
SM
MD
LG