د لاس رسي وړ اتصالات

فراه په تازه جګړو کې د ملي اردو سرتیرو ته تلفات رسیدلي


وسله والو طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( ثور۱۵مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ګلستان په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د فراه د ولایتي شورا یو غړي دادالله قانع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې د ګلستان د ولسوالۍ د " توت وچکاب" په سیمه کې د وسله والو په دې ډله ییز برید کې د ملي اردو دیارلس سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي قانع وویل، چې دا جګړه د شپې په یوه بجه پیل شوې وه او د نن د دوشنبې د ورځې ( ثور۱۶مه) تر سهار مهال پورې یې دوام درلود.

هغه وویل، په جګړه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو دوه سرتیري بندیان کړي هم دي.

د فراه ولایتي چارواکو د دغو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ډګروال قیس منګل د ګلستان په ولسوالۍ کې د تیرې شپې جګړې تائید کړي او ویلي دي، چې په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته تلفات رسیدلي دي.

خو ښاغلي منګل ویلي، چې تراوسه یې په جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر د پیښ شوې زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان په لودیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو یو چارواکي د تیرې شپې په جګړو کې د ملي اردو د پنځه سرتیرو وژل کیدل او ۱۳ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

ظفر قول اردو د قومندان د دفتر رئیس نجیب الله نجیبي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د طالبانو د برید وروسته د ملي اردو دوه سرتیري لادر که شوي هم دي.

د ظفر قول اردو دغه چارواکي وویل، چې د تیرې شپې په نښتو کې د طالبانو د یو قومندان مولوي ګل احمد په ګډون شل وسله وال طالبان هم وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ګلستان د ولسوالۍ د تیرې شپې په بریدونو کې یې د افغان پوځ ۲۵ سرتیري وژلي او دوه تنه یې نور یې ژوندي نیولي دي.

خو طالبانو په دغو جګړو کې خپلو وسله والو ته د پیښ شوي سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG