د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل او پکتیکا جګړو کې افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې


سږکال په مني کې د وسله والو طالبانو سره په جګړو کې د افغان ځواکونو تلفات ډیر وو.
سږکال په مني کې د وسله والو طالبانو سره په جګړو کې د افغان ځواکونو تلفات ډیر وو.

وسله والو طالبانو تیره شپه ( تلې ۲۰ مه)د زابل ولایت د مرکز کلات او د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ ترمنځ د افغان پوځ په یوه قرارګاه او د پکتیکا ولایت د خوشامند پر ولسوالۍ بریدونه کړي، چې له امله یې د جګړې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د زابل ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه (تلې ۲۰ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز کلات ښار او د شینکۍ ولسوالۍ ترمنځ د سره غره د ډب کوتل په سیمه کې د افغان پوځ په یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې د افغان پوځ ۱۶ سرتیري او د سیمه ییزو پولیسو دوه سرتیري وژل شوي دي.

د زابل ولایت یو امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د سور غر د ډب کوتل په سیمه کې د ملي پوځ په یوه قرارګاه برید وکړ، چې له امله د افغان پوځ او پولیسو د سرتیرو د وژل کیدو سربیره د شینکۍ او کلات ترمنځ لاره هم ټړلې وه، چې سیمې ته د نورو سرتیرو د ورتګ وروسته خلاصه شوه.

دا سرچینه وايي، وسله والو طالبانو د دغې قرارګاه وسایط او وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د کلات شینکۍ ترمنځ لار پرانیستې ده او افغان سرتیري یې امنیت ساتي.

ښاغلي فراهي د تیرې شيې د پیښې په اړه وویل، چې د دغې پیښې په باب یې کره معلومات تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

د بلې خوا په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی وايې چې د افغان او قاطع ماموریت د الوتکو په هوايي بریدونو کې ۱۵ تنه د دولت مخالف وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي.

تورن عیسی وویل " په شینکۍ ولسوالۍ کې د افغان قواوو له لوري د پيل شویو وعملیاتو په ترځ کې چې د قاطع ماموریت هوايي ملاتړ هم ورسره وو ۱۵ تنه د دولت مخالف وسله وال طالبان وژل شوي او جسدونه يې هم په سیمه کې دي او ۱۲ تنه هم ټپیان دي".

شینکی د ډیورنډ کرښې ته نږدې د زابل لرې پرته ولسوالي ده چې لویه لار يې د دې ولسوالۍ په ګډون د آټغر او نوبهار ولسوالۍ هم له ولایتي مرکز کلات ښار سره نښلوي.

خپله وسله والو طالبانو د زابل د دواړو امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

پکتیکا کې د خوشامند ولسوالۍ د نیولو ادعا

د پکتيکا حکومتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت د خوشامند پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوی او په هوايي بريدونو کې طالبانو ته درانه ځاني تلفات اوښتي دي.

د پکتيکا د امنيتي قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجې د خوشامند پر ولسوالۍ بريد وکړ، چې وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له مقاومت او د امريکايي ځواکونو له هوايي بريدونو سره مخ شول.

ارين زياتوي چې په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځوکوانو، دواړو ته تلفات اوښتي خو کره شمېر يې په ګوته نه کړ، مګر يوه بله حکومتي سرچينه وايي چې لسګونه طالبان وژل شوي دي.

دغې سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې په هوايي بريدونو او دغه راز د ځمکنيو افغان امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو سره ۸۳ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د سرچينې په نوم د نږدې ۵۰ وژل شويو طالبانو مړي د خوشامند ولسوالۍ په شاوخوا سيمو او کوڅو کې پراته وو.

سرچينې دغه راز زياته کړه، چې د طالبانو په بريدونو کې ۴ ملي پوليس هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو رسنيو ته په يوه استولي پيغام کې ادعا کړې چې د پکتيکا د خوشامند ولسوالي يې په بشپړه توګه نيولې ده، خو د نورو جزئياتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG