د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: طالبان د ولسمشر د مرستیالانو او خلیلي د ترور هڅه کوي


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان د سرور دانش او محمد کریم خلیلي د ترور په هڅه کې دي.

نوموړي نن چهارشنبه مارچ دریمه، (کب ۱۳) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هغه د تګ راتګ پر لار د طالبانو لخوا د بم ایښودلو شپاړس نقطې مشخصې او پيژندلي دي.

نوموړي زیاته کړې: "له نیول شویو کسانو څخه دوو تنو اعتراف کړی دی چې د دوهم مرستیال د حرکت د تثبیت او همدارنګه د وحدت ګوند مشر خلیلي یې هم په کاري پلان کې و... د ترور لپاره د هغوی هڅې په ټولنه کې د تورمخۍ او شرم پرته بله لاسته راوړنه نه لرله."

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال همدارنګه زیاته کړې چې وسله والو طالبانو پر هغه د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له برید څخه انکار کړی، خو وايي چې د ملي امنیت عمومی ریاست یوه ډله نیولې چې په وینا یې هغه هم طالبان دي چې نوم یې جیش محمد دی او لشکر طیبه ډلې سره کار کوي.

هغه ټينګار کړی چې په کونړ کې د دغه ډلې مشر قاري سعید د نیولو په اړه د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست هڅې بریالۍ نه وې.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش او د وحدت ګوند مشر کریم خلیلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیر کال د کابل ښار د «تایمني زړه څلور لارې» کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه کې لس تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG