د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی ـ چارواکي


د تخار د والي ویاند جواد هجري امریکاغږ ته وویل چې وسله والو طالبانو نن دوشنبه سهار ۱۱ بجې د تالقانو مربوط د بودله په نامه یو مجهز منځنی ښوونځی سوځولی دی.

هغه وايي چې په دغه ښوونځي کې ټول هغه وسایل چې د یو مجهز ښوونځي لپاره په کار وو موجود وو او ټول سوځیدلي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل الله اسیر هم وايي چې د بهارک ولسوالۍ سره په سرحد کې د تالقانو د ښار مربوط ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی دی چې په بشپړه توګه له منځه تللی.

هغه وايي چې ښوونځي ساتونکي لري خو نن د دغه ښوونځي ساتونکی رخصت وو.

د تخار د معارف ویاند عظیم الله توحیدي هم وايي چې وسله والو متوسطه ښوونځی سوځولی دی خو دوی اوس د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.

هغه وايي چې په دغه ښوونځي کې ۲۹۲ تنه شاګردان په زده کړو بوخت وو چې له جملې څخه یې ۱۷۴ تنه هلکان او ۱۱۸ تنه نجونې دي.

د بودله منځي ښوونځي ۹ درسي او اداري خونې درلودې چې له ټولو اسنادو سره سوځیدلي دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دغه ښوونځي د سوځولو په اړه او سمیه ییزو چارواکو د ادعا په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG